د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن یو شمېر پولیسو له وسلو ګرځولو انکار کړی


د لندن یوازې ۱۰ سلنه پولیس له ځان سره وسلې ګرځوي. د وسلو ګرځولو دپاره دغه پولیس پراخه روزنه ترلاسه کوي.
د لندن یوازې ۱۰ سلنه پولیس له ځان سره وسلې ګرځوي. د وسلو ګرځولو دپاره دغه پولیس پراخه روزنه ترلاسه کوي.

د انګلستان د پایتخت لندن یو شمېر پولیسو وروسته له هغه له ځان سره د وسلو ګرځولو څخه انکار وکړ چې د دوی یو همکار د یو بې وسلې کس په وژلو تورن شو.

په انګلستان کې په قتل د پولیسو تورن کیدل عام نه دي.

د تليګراف ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې درېیمه) خبر ورکړ چې شاوخوا ۳۰۰ پولیسو چې د لندن د ټولو پولیسو ۱۰ سلنه جوړوي، خپلې وسلې پر ځمکه ایښي دي.

له دغه اقدام وروسته، د انګلستان د پولیسو قوماندانۍ (سکاټلنډ یارډ) د دفاع وزارت څخه غوښتنه کړې ده چې د ترهګرۍ د مخنیوي په عملیاتو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

د دغه هېواد د دفاع وزارت پتېیلې ده چې په لندن کې خپل ځواکونه وګوماري. وزارت ویلي چې دغه ځواکونه به "مشخص ماموریت" ولري او د پولیسو دندې به نه اجرا کوي.

د لندن یوازې ۱۰ سلنه پولیس له ځان سره وسلې ګرځوي. د وسلو ګرځولو دپاره دغه پولیس پراخه روزنه ترلاسه کوي.

د کریس کابا په نوم یو ۲۳ کلن تور پوستی بې وسلې کس تېر کال له پولیسو سره په مخامخ کېدو کې وژل شوی و. د اسوشیتد پریس د خبر په اساس، کابا خپل موټر ته د پورته کېدو پر وخت، د پولیسو له خوا په فیر شوې یوې مرمۍ لګېدلی و.

د کابا په قتل د تورن پولیس نوم څرګند شوی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کال کې یې محاکمه پیل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG