د لاس رسي وړ اتصالات

په افغان کرکټ پریمیرلیګ کې د فساد قضیه- څېړنیز راپور


د افغانستان د کرکټ د ۲۰۱۸ کال په پریمیرلیګ کې د فساد "لویې ادعاوې" شوي دي.

امریکا غږ د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد کمیټې د تحقیق ابتدايي راپور، په فساد کې د بورډ د ځینو دخیلو مامورانو څخه د سوال او ځواب اسنادونه، په لیګ کې د فساد په اړه د لوبډلې د یو مالک خبرې، ارګ ته د بورډ د چارواکو استول شوي ایمیلونه او ځینې نور اسناد ترلاسه کړي دي. د افغانستان په کرکټ بورډ او حکومت کې دننه معتبرو منابعو امریکا غږ ته دا اسناد سپارلي دي. د دې تر څنګ په افغانستان کې د پژواک خبري اژانس هم په دې اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی چې دلته یې له معلوماتو څخه څه نا څه استفاده شوې ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد کمیټې ابتدايي تحقیق ښيي چې په دغه لیګ کې د فساد لس وړې او لویې پېښې شوي دي چې ښايي سلګونه زره امریکایي په کې وهل شوي وي. د فساد په دغو قضیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ د یو شمېر لوړ پوړيو او ټیټ پوړو مامورانو په ګډون شاوخوا ۲۰ مشکوک بلل شوي ‌دي. امریکا غږ دا اسناد له څو سرچینو څخه ترلاسه کړي، دقت او حقیقت یې پلټلي او څېړلي دي. په راپور کې د تورنو چارواکو، پوښتل شویو مامورانو او نورو تورنو کسانو نومونه ځکه ندی یاد شوي،‌ چې لا هم تورن دي او قضیه یې روانه ده. په دغو اسنادو کې راغلي چې لا هم ددغه لیګ سلګونه زره ډالر د افغانستان کرکټ بورډ بانکي حساب ته نه دي رسېدلي.

افغان پریمیرلیګ- (APL) پېژندنه

د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۸ کې د کرکټ پریمیرلیګ پرانیست چې رسمي نوم یې (ګلبهار افغانستان ۲۰اوریز لیګ) دی. په لیګ کې پنځه ټیمه و چې کابل(ځوانان)، بلخ (قهرمانان)، ننګرهار( پړانګان)، پکتیا( زمریان) او کندهار (اتلان) شامل دي. د دغه لیګ ټولې شاوخوا ۲۳ سیالۍ د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د پنځمې او ۲۱ نیټې ترمنځ د متحدو عربو اماراتو د شارجه په ښار کې وشوې او د (بلخ قهرمانان) ټیم اتلولي وګټله. د افغانستان کرکټ‌ بورډ وایي‌ چې په دغه لیګ کې میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده او د لوبغاړو قیمتونه له شاوخوا لس زره ډالرو نیولې تر ۱۰۰زره ډالرو پورې ټاکل شوي وو. په لیګ کې په لسګونو افغان لوبغاړو سربېره د نړۍ شاوخوا ۴۰ مشهورو لوبغاړو او روزونکو هم برخه لرله. بورډ‌ دا لیګ په افغانستان کې د کرکټ د ودې لپاره یو مهم ګام بولي.

د کرکټ د نړیوالې شورا تحقیق

آی سي سي د افغانستان د پریمیرلیګ کې دفساد د ادعا په اړه خپل تحقیقات او د اسنادو ټولول پیل کړي دي او ښايي خپل وروستی راپور هم خپور کړي. د دغې شورا ابتدايي راپور امریکا غږ ته رسېدلی دی. په راپور کې په مشخص ډول افغان لیګ ته د (مفسدو) خلکو د تهدید، د لوبډلو د مالکانو په اړه د معلوماتو د کموالي، د پېسو د راکړې ورکړې په اړه د یو قانوني بانکي سیستم د نشتوالي او په لوبو کې د درغلیو د هڅو یادونه شوې ده. راپور وايي چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د بورډ مشرانو سره غونډه کړې وه او دغو سیالیو ته د (مفسدو) خلکو له لوري د متوجه تهدید په اړه یې ورته ویلي وو.

د کرکټ د نړیوالې شورا د څیړندنې موندنې
د کرکټ د نړیوالې شورا د څیړندنې موندنې

راپور وايي ‌ چې د ټورنمنټ د تنظیم لپاره د سیستم په جوړولو او افرادو په ګمارلو کې ډېر ځنډ شوی او دا ځنډ متوجه تهدید نور هم زیات کړی. آی سي سي وايي‌ د لوبډلو مالکانو ته د اعتبارنامو په ورکولو کې هم مسلکي‌ چلند او دقیق تفتیش نه دی شوی او په دې کار سره د لیګ شهرت او امنیت ته خطر نور هم زیات شوی و. د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد کمیټه اوس تحقیقات کوي چې ولې په افغان لیګ کې دومره بي بندوباري او غیر مسلکي کارونه شوي دي.

د لوبډلو مالکان څوک وو؟

د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد کمیټه وایي چې په وار وار د افغانستان له کرکټ بورډ څخه د لوبډلو د مالکانو په اړه معلومات غوښتي وو،‌ خو دا معلومات په وخت نه دي ورکړل شوي. وايي تر لوبې مخکې څو ورځې د لوبډلو مالکان وپېژندل شول خو دا کسان بیا بدل شول او د کرکټ‌ بورډ چارواکو هم په دې اړه غیردقیق او ناقص معلومات ورکړي. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۸ کال اکتوبر تر ۱۱ نیټې پورې ( دا وخت لوبې پیل شوې وې) دا معلومات نه وو چې د لوبډلې مالکان څوک دي او د مالکانو په اړه د شفافو معلوماتو نه موجودیت په حقوقي‌ لحاظ‌ هم دغه سیالۍ تر پوښتنې لاندې راوستلې. د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو له مخې د دا ډول لیګونو او سیالیو تر ترسره کولو څو میاشتې مخکې باید د لوبډلو د مالکانو نومونه،‌ د عوایدو سرچینه او نور اړوند معلومات آی سي سي ته وسپارل شي، خو د افغانستان په لیګ کې دا کار نه دی شوی. د افغانستان کرکټ بورډ د سنیکزر په نامه یو هندي شرکت ته د افغان پریمیرلیګ قرارداد ورکړی و.

ولې نقدې پېسې تبادله شوې؟

په دغه راپور کې دا هم راغلي دي‌ چې په لیګ کې نقدې پېسې تبادله شوي دي او د بورډ دوو چارواکو له لوبغاړو څخه د فیس په نامه پېسې اخیستي. اصول دا دي‌ چې په دا ډول رسمي ‌او تجارتي لیګونو کې پېسې د بانکي حسابونو له لارې د بورډ، لوبغاړو، روزونکو، مدیرانو او نورو اړوندو مامورانو بانکي حسابونو ته انتقالیږي. دلته دا ویره شته چې شاید نقدي پېسې اصلي بانکي حسابونو ته نه وي تللي او د نورو جیبونو ته تللي وي، چې مالي فساد بلل شي. داسې ښکاري‌ چې په لیګ کې د نقدو پېسو تبادلې د فساد په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا شک نور هم زیات کړی دی.

د شرکت د قرارداد او شریکانو په اړه شکونه؟

د کرکټ‌ نړیوالې شورا په خپل راپور کې لیکلي دي‌ د افغانستان کرکت بورډ له کوم شرکت سره چې د کرکټ د دغه لیګ د تنظیم قرارداد کړی،‌ هغه شرکت د دا ډول سیالیو د برابرولو هېڅ‌ تجربه او هېڅ‌ دایمي کارکوونکي نلري؛ مګر، بیا هم قرارداد ورکړل شوی دی. د آی سي سي د فساد ضد کمیټه وايي د دوی معلومات ښيي‌ چې د دغه شرکت یو برخوال په زمبابوې کې د کرکټ د ۲۰ اورونو د یوې سیالۍ پر مهال په فساد تورن شوی دی. ده د یوې لوبډلې کپتان ته ویلي وو چې په لوبې کې درغلي او فساد وکړي. په راپور کې راغلي دي چې ددغه شرکت یو بل شریک د افغان پریمیرلیګ کې یو لوبغاړي ته ویلي وو چې په لوبې کې فساد او درغلي وکړي. د کرکټ نړیوله شورا د شرکت او د شرکت د مالکانو او برخوالو پر اعتبار هم شک لري او دغه شک په لیګ کې د فساد په اړه نور شکونه پیدا کړي دي چې د فساد ضد کمیټه یې اوس ارزونه کوي.

د یوې لوبډلې د مالک ادعا

د افغانستان کرکټ‌ بورډ د افغانستان په پریمیرلیګ کې د فساد د ادعاو د څېړلو په اړه یوه کمېټه وټاکله. د دغې کمېټې یو غړي په هند کې د افغانستان د کرکټ د پریمیرلیګ د یوې لوبډلې له هندي مالک سره خبرې کړې او د هغه ویدیو یې اخیستې ده. امریکا غږ دا ویدیو هم ترلاسه کړې او موږ ته وویل شول چې دا ویدیو د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې ته هم به هم استول کیږي. په ویدیو کې دغه کس ادعا کوي چې د بورډ یو پخواني‌ لوړ پوړي چارواکي ترې ۵۰ لکه هندۍ روپۍ اخیستې او کوم رسمي رسید یې نه دی ورکړی.

امریکا غږ ته لیږل شوې ویډیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

دی وایي: "ماته یې ( د بورډ یو لوړ پوړی چارواکی) په تیلیفون کې وویل چې ۵۰ لکه راکړه دا ټیم تاته درکوو. ما ورته وویل چې زه خو تجار یم ۵۰ لکه چې ورکړم،‌ څنګه او څومره ګټه په کې کولی شم؟ هغه راته وویل چې د ګټې ډېرې لارې دي، ټول ټیم ستا دی،‌ میچونه فکس کړه ( لوبو کې درغلي) او ګټه وکړه. ما وویل میچ څنګه فکس کړم؟ راته یې وویل چې په دې اړه به تاسره له لندن څخه یو کس په تماس کې شي او هغه به راشي او کار به وکړي. "

دغه کس ادعا کوي‌ چې د بورډ د د هغه مهال ځینو مشرانو سلګونه زره روپۍ اخیستې، خو نه کوم رسمی‌ قرارداد ورسره شوی او نه یې هم د پېسو رسید ورکړی دی. دا پېسې څه شوې او چېرته ولاړې؟ په ویدیو کې دا سړی په کلکه وایي‌ چې چمتو دی د کرکټ نړیوالې شورا ته هم اقرار وکړي‌ او د افغانستان د کرکټ‌ بورد د هغو چارواکو نومونه ورته واخلي چې د ده په ټکو په ناقانونه ډول یې ترې پېسې اخیستي او په لیګ کې یې فساد ته لاره هواره کړې ده.

د لیګ د فساد په اړه پوښتنې او ځوابونه

امریکا غږ هغه اسناد ترلاسه کړي دي چې د کرکټ د نړیوالې شورا په غوښتنې د افغانستان کرکټ بورډ په لیګ کې د ځینو مشکوکو کارکوونکو څخه پوښتنې او تحقیقات کړي دي. د افغانستان د کرکټ‌ بورډ د یو مخکني لوړ پوړي چارواکي څخه، چې په پریمیرلیګ کې هم یو مسول و، ۱۳ پوښتنې شوي دي. له یو بل پخواني چارواکي څخه هم،‌ چې په پریمیرلیګ کې مسول و، ۱۱ پوښتنې شوي دي. دا ټولې پوښتنې هغوی ته په رسمي بڼه استول شوي او هغوی بیا ځوابونه لیکلي او بیرته یې کرکټ ‌بورد ټه استولي دي.

د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې
د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې

ټولې پوښتنې په لیګ کې د فساد د ادعاو، دلوبډلو د مالکانو، له لوبغاړو څخه د پېسو د اخیستلو، په لوبو کې د ممکنه درغلیو او په ځنډ د اعتبار نامو د ورکولو په اړه دي.

هغه چارواکي چې ۱۳ پوښتنې ترې شوي دي، په لومړي ځواب کې ویلي دي:"زه خبر یم چې د پکتیا پانترز لوبډلې یو لوبغاړي ( بهرنی لوبغاړی) ته د لیګ د شرکت د یو تنظیمونکي له لوري په لوبې کې د فساد او درغلۍ وړاندیز شوی و. لوبغاړي د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد کمیټه خبره کړه. ما کوم واک او صلاحیت نه درلوده چې په دې اړه اقدام وکړم."

د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې
د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې

ده په آخره کې لیکلي دي چې په لیګ کې تر ډېره د بورډ د چارواکو ترمنځ د ګټو تضاد و. وايي : "د لیګ ۶۰-۷۰ سلنه تنظیموونکي په لیګ کې مستقیم او غیر مستقیم دخیل وو، آن د بورډ لویو مشرانو هم ډېرې پېسې واخیستې. باید یوې بلې جلا ادارې دا لیګ ترتیب او تنظیم کړی وای. "

دغه ښاغلي دا خبره هم کړې ده چې د لوبډلو ځینو روزونکو د لوبغاړو تر پېرودلو مخکې له ځینو لوبغاړو څخه پېسې غوښتې وې. ده دا منلې ده چې افغان پریمیر لیګ یو بې تجربې او غیر مسلکي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی او په لیګ کې نقدې پېسې تبادله شوي او کوم معیاري بانکي حساب نه و موجود.

د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې
د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې

د لیګ له بل چارواکي څخه بیا ۱۱ پوښتنې شوې دي. پوښتنې تقریبآ تکراري دي‌ خو اکثره پوښتنې له لوبغاړو څخه د پېسو د اخیستلو او په لوبو کې د فساد د ادعاو په اړه دي. ده منلې ده چې د افغان لیګ د یوې لوبډلې مدیر ته ځینو کسانو مراجعه کړې وه چې په لوبو کې فساد او درغلیو زمینه برابره کړه،‌ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

دغه ښاغلي دا خبره هم کړې ده چې له ځینو لوبغاړو څخه یې ۵ او ۱۰ سلنه فیس اخیستی او وایي چې دا کار یې د لوبغاړو سره په مشورې کړی دی. دی ادعا کوي‌ چې لوبغاړو خپل استازی او نماینده ټاکلی و او ګواکې دا ۵ سلنه او ۱۰ سلنه فیس یې حق الزحمه و. خو وایي :" وروسته چې پوه شوم دا کار د افغانستان دکرکټ‌ بورډ او نړیوالې شورا د اصولو خلاف دی، پېسې مې بېرته لوبغاړو ته وسپارلې. " دا ښايي په لیګ کې د مالي فساد یوه بله ښکاره بېلګه وګڼل شي. لا معلومه نه ده چې په دغه لیګ کې له لوبغاړو څخه ټولټال څومره ډالر اخیستل شوي دي.

د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې
د کرکټ بورډ له چارواکي څخه د کرکټ نړیوالې شورا پوښتنې

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ اقدام

د افغانستان د کرکټ د پریمیرلیګ د لوبو په منځ کې د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی مشر عاطف مشعل له دندې لېرې او پر ځای یې عزیزالله فضلي د بورډ مشر شو. ښاغلی مشعل اوس په پاکستان کې د افغانستان سفیر دی. له لیګ وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د خپل راپور یوه کاپي د افغانستان کرکټ‌ بورډ ته هم استولې ده. د بورډ نوي مشرتابه د دغو قضیو د تحقیق ژمنه کړې او په دې اړه یې یوه کمیټه هم وټاکله. د یادولو ده چې اوس عزیزالله فضلي هم له دندې لېرې شوی او پر ځای یې فرحان الله یوسفزی ګمارل شوی دی. د کرکټ بورډ پخوانی مشر شفیق ستانکزی او مخکنی سرپرست اجرايي رئیس اسدالله خان هم له دندې لېرې شو او پر ځای یې لطف الله ستانکزی اجرايي رئیس ټاکل شوی دی.

ارګ ته مراجع

امریکا غږ د هغو رسمي ایمیلونو کاپي هم ترلاسه کړې ده چې د افغانستان د کرکټ‌ د پریمیرلیګ او په بورډ کې د روانو ستونزو، سیاسي مداخلو او فساد د ادعاو په اړه په ارګ کې د څار او ارزیابۍ برخې د مشرتابه په ادرس استول شوي دي. دا ایمیلونه د بورډ د رهبرۍ د یو مشر له خوا ارګ ته استول شوي دي. په ایمیلونو کې په افغان پریمیرلیګ کې د ډېر فساد یادونه شوې ده او د بورډ د ځینو چارواکو نومونه اخیستل شوي دي‌ چې باید ترې تحقیق وشي. د بورډ په دغه رسمي ایمیلونو کې دا هم ویل شوي دي چې د پریمیرلیګ په پنځو ټیمونو کې دوه خرڅ شوي وو او د دریو نورو ټیمونو مالکان جعلي او خیالي وو. وایي په دې اړه د بورډ د هغه مهال مشرانو مطبوعاتو او د کرکټ نړیوالې شورا ته درواغ ویلي وو. په ایمیلونو کې دا خبره هم شوې ده چې د پریمیرلیګ پر تنظیموونکي شرکت لا هم د افغانستان د کرکټ بورډ ۶۰۰ زره امریکايي ډالر پاتې دي او لا د بورډ رسمي بانکي حساب ته نه دي رسېدلي.

ارګ ته استول شوی ایمیل
ارګ ته استول شوی ایمیل

په ایمیلونو کې له ارګ او د افغانستان د بورډ له غړو او چارواکو غوښتل شوي چې د پریمیرلیګ له تنظیمونکي شرکت سره دې بیا د لوبو قرارداد ونکړي. د ارګ د څار او ارزونې د برخې یو مسول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راته وویل چې دوی د افغانستان په پریمیرلیګ کې د فساد په ادعاو خبر دي او غواړي په دې اړه پلټنې وکړي.

ارګ ته استول شوی ایمیل
ارګ ته استول شوی ایمیل

له دې دومره ادعاو سره سره بیا هم دافغانستان کرکټ‌ بورډ افغان کرکټ پریمیرلیګ له فساده پاک اعلان کړ او د دغه لیګ تنظیمونکي شرکت هم اعلان کړی دی چې د دغه لیګ دویم دور به هم ژر پیل شي. د دویم دور سیالیو لپاره د لوبغاړو د نومونو ثبتول هم پیل شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG