د لاس رسي وړ اتصالات

د محمد محقق زوی خپل ورور وژلی


محمد محقق له خپل وژل شوي زوی باقر محقق سره

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د اجرايي ریاست د دویم مرستیالمحمد محقق یو زوی حسین محقق د هغه بل زوی باقر محقق په ډزو وژلی دی.

محمد محقق د «افغانستان د خلکو دا سلامي وحدت ګوند» مشر هم دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروا امیني امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه نن (یکشنبه جنوري۹) سهار ۹ بجې د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې په خپله د ښاغلي‌محقق په کور کې شوې ده.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې د استاد محقق د کور شپږ ساتونکي او د هغه زوی حسین محقق هم ټپی شوی دی چې دا مهال د ملي امنیت په روغتون کې تر تداوي لاندې دي.

اغلې امیني زیاته کړه:"یو زوی یې حسین محقق ولاړ شوی، خپل بل ورور باقر محقق باندې ډزې کړي دي وژلی یې دی، شپږ تنه نور ټپیان شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله وايي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

په خپله محمد محقق هم په خپله فېسبوک پاڼه کې دا پېښه تائید کړې ده. هغه لیکلي دي چې باقر زوی یې نن سهار د خوب پرمهال د خپل بل ورور حسین لخوا په ډزو وژل شوی دی.

ښاغلي‌محقق ویلي حسین چې رواني ناروغي یې لرله په دې وروستیو کې یې وضعیت ډېر خراب شوی و. وژل شوی باقر محقق په تېرو پارلماني ټاکنو کې ولسي جرګې ته کاندید هم و چې بریالی نه شو.

د افغانستان اجرائیه رئیس د یادې پېښې په اړه له استاد محمد محقق سره خواشیني څرګنده کړې او هغه ته تسلیت ویلی دی.

XS
SM
MD
LG