د لاس رسي وړ اتصالات

محقق: د خلیلزاد په مشرۍ د سولې روانې هڅې یو اړخیزې دي


د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د وحدت اسلامي ګوند مشر حاجي‌ محمد محقق
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د وحدت اسلامي ګوند مشر حاجي‌ محمد محقق

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر حاجي‌ محمد محقق وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې په روانو مزاکراتو کې دوی څنډې ته شوي دي.

ښاغلي محقق د شنبې په ورځ د «لړم پر۲۶مه امریکا ږغ سره مرکه کې په کور دننه د سولې په اړه د ښاغلي خلیلزاد لیدنې او سلا مشورې یو اړخیزې وبللې او ویې ویل چې ښاغلي خلیلزاد د خپلو روانو سلا مشورو په لړ کې د هزاره قوم له مشرانو سره تر اوسه نه دي لیدلي.

ښاغلي محقق وویل چې زلمي خلیلزاد یوازې پر ټلیفون ورسره خبرې کړي او ورته ویلي دي چې د لیدنې لپاره یې وخت کم دی.

محمد محقق
محمد محقق

نوموړي زیاته کړه:​"پاکستان ته ځي وخت یې کم نه دی، دلته له لوی او کوچني سره وینې وخت یې کم نه دی، په خاک افغان کې له طالبانو سره ګوري وخت یې کم نه دی، خو دلته په دشت برچي کې د لیدو لپاره وخت نه لري."

ښاغلي محقق ادعا وکړه چې زلمي خلیلزاد افغانستان ته په خپل دوهم سفر کې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب سره لیدلي دي.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې د ښاغلي خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال مولوي محمد یعقوب د لیدنې کتنې رپوټ رد کړی دی.

همداراز حاجي محمد محقق ویلي دي چې د سولې خبرې په تېزېدو سره یو وخت پر هزاره مېشتو سیمو د وسله والو طالبانو د حملو زیاتېدو دوی ته د سولې د روانو خبرو په اړه پوښتنې پیدا کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د سولې خبرو له پیلېدو سره یو ځای په کور دننه او بهر پټو او ښکاره ناستو سره سم پر هزاره مېشتو سیمو کې جګړې زیاتې شوې، دغه سیمې له څو کلونو ارامې وې او هېڅ حمله نه وه شوې، خو د سولې خبرې په تېزېدو سره هلته جګړې زیاتې شوې."

نوموړی وايي، د سولې له خبرو ملاتړ کوي، خو وايي، دغه خبرې باید یو جانبه نه وي.

محمد محقق دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا یوې مرستیالې مېرمن حبیبه سرابي هم د سولې د وروستیو هڅو په اړه اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د افغان سولې په اړه وروستیو هڅو کې د سولې عالي شورا څنډې ته شوې ده.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

هغې ویلي و: "زه په واضیح توګه درته وایم چې فعلاً د سولې پروسه د سولې د عالي شورا له لاس څخه وتلې ده، ژنیو کنفرانس ته هم د سولې عالي شورا غړي نه دي غوښتل شوي."

دا په داسې حال کېده چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل دوهم سفر په ترڅ کې تېره اوونۍ افغانستان ته راغلی او پر افغان چارواکو سر بېره یې له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره هم وکتل.

ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل دوهم سفر کې د سیمې یو له شمېر هېوادونو څخه هم لیدنه وکړي.

زلمی خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال
زلمی خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې د مشورتي ناستو لړۍ پيل کړې ده.

ارګ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د سولې مشورتي بورډ غړې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG