د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي عربستان کې د افغان مقاماتو او طالب استازو کتنه


طالبان
طالبان

طالبانو ادعا کړې چې استازو یې په روانه اوونۍ کې د افغانستان د حکومت له یو پلاوي سره په سعودي عربستان کې خبرې کړې.

د رویټرز خبري اژانس د درې طالب مقاماتو له خولې چې نومونه یې ندي ذکر شوي رپوټ ورکړی چې پارلماني انتخابات او د بندیانو تبادله د طالبانو او افغان حکومت د پلاوي ترمنځ د خبرو مهم ټکي وو.

په سعودي عربستان کې دغه لیدنه کتنه پداسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې د ٢٠١٨ کال د اکتوبر د میاشتې په شلمه په افغانستان کې پارلماني انتخابات وشي. د خلکو سره داسې اندیښنې دي چې ښایي طالبان په انتخاباتي مرکزونو برید وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د یو طالب چارواکي له خولې لیکلي چې د امنیت ټینگول او له تاوتریخوالي پرته په ارامه توگه ددغو انتخاباتو ترسره کول د افغانستان د حکومت او د هغې د نړیوالو ملاتړو له عمدو لومړیتوبونو څخه دي.

اژانس ددغه طالب چارواکي د نوم له ذکر کولو پرته د هغه له خولې لیکلي چې "دوی {د افغانستان د حکومت مقاماتو} له مونږ وغوښتل چې په سوله ییزه توگه د انتخاباتو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړو".

دغه مقام همداشان ویلي چې "افغان پلاوي له مونږ سره د بندیانو د خوشې کولو په اړه موافقه وکړه". د طالبانو دغه چارواکي ادعا کړې چې د دوی یو شمیر بندیان چې سزاگانې یې سپکې وې دمخه د افغانستان د حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.

د رویترز اژانس وایي د جمهور رئیس اشرف غني دفتر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې هکله د تبصرې ډډه کړې ده او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پدې هکله څه ندي ویلي.

طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې په اړه مخامخ له امریکا سره خبرې کوي، خو امریکا وايي چې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ وشي او دوی په دغه برخه کې یوازې منځګړي دي او اسانتیا برابروي.

داسې رپوټونه شته چې د روان کال په لومړیو کې امریکا د طالبانو سره د مخامخ خبرو د نه کولو نه تیر شول او د ٢٠١٨ کال د جولای په میاشت کې د د اسیا د جنوب په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو سره غیر رسمي خبرې وکړې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د طالبانو سره د میرمن ویلز خبرې نه تائید او نه هم رد کړي دي. واشنگټن تل ټینگار کړی چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو له بهیر څخه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG