د لاس رسي وړ اتصالات

هاشم امله له کرکټ نه استعفا وکړه


هاشم امله په ۲۵ لوبو کې د جنوبي افریقا کپتان هم و
هاشم امله په ۲۵ لوبو کې د جنوبي افریقا کپتان هم و

د جنوبي افریقا د کرکټ د ملي ټیم مشهور مسلمان لوبغاړي هاشم امله د کرکټ له نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه.

هغه په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د جنوبي افریقا لپاره کرکټ پيل کړ او وروستۍ لوبې یې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ وي چې په انګلنډ کې وشوې.

شپږ دېرش کلن هاشم امله د جنوبي افریقا لپاره ۱۲۴ ټسټ، ۱۸۱ یوه ورځنۍ او ۴۴ د شلو اورونو نړیوالې لوبې کړي دي. آمله په یو ورځنیو لوبو کې ۲۷ سلیزې وکړې چې د افریقا په لوبډلې کې لا کوم لوبغاړي نه دي کړي.

په ټسټ سیالیو کې یې ۲۸ سلیزې کړې وې. د ټسټ سیالیو ټولې منډې یې ۹۲۸۲ دي چې په یوې لوبې کې تر ټولو ډیرې منډې ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې وې. د یو ورځنیو لوبو ټولې منډې یې ۸۱۱۳ دي او په یوې لوبې کې یې ۱۵۹ تر ټولو ډېر رنزونه وو.

په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۲۷۷ منډې کړې وې چې ۸ پنځوسیزې په کې شاملې دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ویبسایټ په راپور کې د ښاغلي امله له خولې لیکل شوي دي چې هغه په دغه موده کې ډېر څه زده کړي دي او ډېر ښه ملګري یې پيدا کړي دي.

هاشم آمله په ۲۵ نړیوالو لوبو کې د جنوبي افریقا کپتان هم و.

XS
SM
MD
LG