د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي افریقا ولس منډیلا ته دعاګانې کوي


په جنوبي افریقا کې د ښونځي زده کونکو د جنوبي افریقا پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا ته چې په روغتون کې د سږي د ناروغۍ له کبله بستر دی، د چټکې روغتیا دعاګانې وکړې.،،منډیلا مونږ ستاسره مینه لرو او غواړو چې ته ښه سیْ.،،


یادشوي ماشومان د بوغیوو او پوسټرانو سره د هغه روغتون دباندي راغونډ سوي وو چیري چې ۹۴ کلن منډیلا د تیرو ۷ ورځو راهیسې بستر دی.

د جنوبي افریقا اوسنی ولسمشر جکوب زوما د پنجشنبې په ورځ ناوخته د منډیلا عیادت ته ورغی او د هغه سره یې د لیدو وروسته وویل چې د ښاغلي منډیلا روغتیايي وضیعت اوس مخ پر ښه کېدو دی خو اوس یې هم وضیعت جدي دی.

نوموړي د خلګو نه وغوښتل چې منډیلا ته دي دعا وکړي.

د تیرکال د ډیسمبر د میاشتې راهیسي دا څلورم ځل دی چې د نژادي تبعیض پر ضد دغه مشهور مبارز د سږي د میکروب له امله بستري کېږي.

هغه ته د سږي میکروب د توبرکلوز د ناروغۍ له وجې چې په ۲۷ کلن بند کې په اخته شوی وو، ورپیدا شوی دی. هغه د نژادي تبعیض پرضد د مبارزې په خاطر په بند کې اچول شوی وو او په ۱۹۹۰ کال کې د بند څخه آزاد کړل شو. د آزادۍ څلور کاله وروسته یې د جنوبي افریقا انتخابات وګټل او ددغه هیواد لومړی تور پوستی ولسمشر سو.
XS
SM
MD
LG