د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي منابع: د کندهار او هلمند له دوو ولسوالیو حکومتي امنیتي ځواکونه وتلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کندهار له نيش او د هلمند له ناوې ولسوالۍ څخه ګډ افغان ځواکونه پر شا شوي.

د کندهار ولایتي مقامات د نېش ولسوالۍ د سقوط په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کوي، خو د کندهار یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط نن دوشنبه جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) امریکا غږ ته وويل چې د ملي اردو او پوليسو نږدې ۷۵ سرتیري په یاده ولسوالۍ کې مېشت وو.

سرچینې وويل چې یاد سرتیري د ولسوالۍ له مرکز څخه تېره شپه پر شا شوي خو لاهم کندهار ښار ته ندي رسیدلي.

منبع زیاته کړه: "د نېش ولسوالۍ له تاسیساتو څخه ګډ افغان ځواکونه پر شا شوي درنې وسلې او سایط يې د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلي سیمي ته اکمالات نه کیدل او له تیر یو کال راهیسې پرې ټولي ځمکنۍ لاري هم تړل شوي وې."

نېش د کندهار په شمال ۱۷۰ کیلو میترۍ کې د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ ښار سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده.

دغه راز د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته نږدې د ناوې ولسوالۍ له مرکز څخه هم افغان ځواکونه نن سهار وختي پر شا شوي.

امنیتي مقامات وايې چې یاده ولسوالي له تیرو دوو میاشتو راهیسې کلابنده وه چې نن سهار وختي ګډو افغان ځواکونو ورڅخه د لښکرګاه ښار پر لور تکتیکي شا تګ کړی.

د هلمند د والي دفتر د ناوې ولسوالۍ په اړه تبصره نکوي خو د هلمند یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تر سختو جګړو وروسته ګډ افغان ځواکونه د ناوې ولسوالۍ له ودانۍ پر شا شوي او په ګاونډ کې يې د ګرمسېر ولسوالۍ ته رسیدلي.

سرچینې وويل: "یوازي د ناوې ولسوالۍ تاسیسات د ګډو افغان ځواکونو په لاس کې وو خو له تیرو څو میاشتو راهیسې د محاصرې په حالت کې وو چې تیره شپه ګډ افغان ځواکونه ورڅخه پر شا شوي او نن سهار د ګرمسېر ولسوالۍ ته رسیدلي."

ناوه د لښکرګاه ښار په جنوبي څنډه کې پرته ولسوالي ده چې امنیت يې د لښکرګاه ښار لپاره هم ډير مهم بلل کیږي.

بلي خواته د هلمند د پوليسو ویاند محمد زمان همدرد د لښکرګاه ښار د وروستي امنیتي وضعت په اړه امریکا غږ ته وويل چې د لښکرګاه – کندهار پر ۶۰۱ نمبر شهرا او د لښکرګاه ښار د دریمي حوزې د بشران په سیمه کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیاتو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور يې ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو بیا په یو بیان کې په بشپړه توګه د کندهار د نېش او د هلمند د ناوې ولسوالۍ د نیول کیدو ادعا کړې.

له طالبانو د ۱۴ ولسوالیو مرکزونه بیرته نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو څخه د ۱۴ ولسوالیو مرکزونه بیرته نیولي دي.

نوموړي نن دوشنبه جولای پنځمه (غبرګولې ۱۴) خبریالانو ته وویل چې افغان سرتیري نسبت طالبانو ته د افغانستان په ټوله جغرافیه کې فعال حضور لري.

هغه وویل: "سقوط د یوې پوستې د سقوط په معنا دی، د یوې ولسوالۍ د جغرافیې د سقوط په معنا نه دی، د دې سره سره موږ له ۱۰ څخه تر ۱۴ ولسوالیو له مرکزونو څخه طالبان ایستلي دي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند د نیول شوو ولسوالیو نومونه له رسنیو سره شریک نه کړل.

ښاغلي ارین ټینګار وکړ چې په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر ولسوالیو مرکزونه له یوه ځای څخه بل ځای ته انتقال شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG