د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغانستان د شوروي د یرغل ۴۲ کالیزه؛ طالبانو نړۍ سره د ښه اړیکو غوښتنه وکړه


د پخواني شوروي لښکرې پر افغانستان د یرغل پرمهال
د پخواني شوروي لښکرې پر افغانستان د یرغل پرمهال

نن د جدې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل دوه څلوېښتمه کالیزه ده.

له نن څخه ۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږمه د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانسان یرغل وکړ.

پوره ۴۲ کاله مخکې د شوروي د سور پوځ لومړني قطعات د هېواد په شمال کې د حیرتانو د بندر له لارې د افغانستان خاورې ته ننوتل.

شورویانو د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور کړ او پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وپيژاند.

که څه هم نن دوشنبه د یادې ورځې لمانځلو په مناسبت د کومو ځانګړو مراسمو راپور نه دی ورکړل، خو په کابل کې د طالبانو حکومت په دې اړه یوې اعلامیې کې پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد یرغل غندلی او په وړاندې د افغان ولس جهاد ستایلی دی.

نن دوشنبه ډسمبر ۲۷ (مرغومې شپږمه) د طالبانو په اعلامیه کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل ته په اشاره ویل شوي چې افغانستان د هیڅ بل هیواد په کورنیو چارو کې مداخله نکوي او بل چاته هم پخپلو کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه ورکوي.

د طالبانو په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې افغانان د یو سوله غوښتونکي ملت په توګه غواړي له نړۍ سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې اړیکې تامین کړي چې په خبره یې په هغه کې د ملتونو ازادي خوندي او چاته پکې د ضرر احتمال نوي.

اعلامیه کې راغلي: "د افغانسان اسلامي امارت له ټولو لیري او نژدې هیوادونو څخه تمه لیري چې د ښو او پياوړو اړیکو په جوړولو او تامینولو کې مثبت رول ولوبوي تر څو په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شي او له پخوانیو جنګ جګړو راپاتې ناخوالې، ویجاړي او بې باوري له منځه لاړي شي."

د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه پخواني شوروي اتحاد د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان برید وکړ.

د څیړنو له مخې په افغانستان کې د پخواني شوروي د لښکرو نژدې یوې لسیزې شتون نژدې یو میلیون افغانان او لږ تر لږه ١۴ زره شوروي سرتیري ووژل او په زرگونو نور یې ټپیان، معیوب او معلول کړل. همداشان دغې جگړې په میلیونونو افغانان د هیواد پریښودلو ته اړ کړل.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جگړې لس کاله دوام وکړ او سرې لښکرې په ۱۹۸۹ میلادي کې له افغانستان نه ووتلې، خو د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم، روح او روان باندې یې پراخ فزیکي او روحي علایم پریښول.

XS
SM
MD
LG