د لاس رسي وړ اتصالات

په عصري تکنالوژي د روږدیتوب پراخیدل


ښايي د هغو ورځو تصور سخت وي چې موبایل تلیفونونه نه وو. خو یو شمیر کارپوهان وايي د تلیفونونو، تبلیټونو، کمپیوټرونو او نورو وسیلو زیات استعمال زمونږ صحت ته تاوان لري.

زیات شمیر خلک د ورځني ژوند د ډیرو چارو د ترسره کولو لپاره له ځیرکو تلیفونونو کار اخلي، یو شمیر طبي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د تکنالوژۍ په وسیلو باندې اعتیاد ورځ تربلې زیاتیدونکې ستونزه ده. اوس د همدغې ستونزې د حل لپاره شرکتونه او حکومتونه په ګډه کار کوي.

ارواپوه ډاکټر ریچارد ګراهام وایي د تلیفون او کمپیوټرونو د رڼا له امله خلک کافي خوب نه کوي او د ټولنیزو رسنیو او ګیمونو لپاره د تلیفون زیاته استفاده په زیات احتمال سره ډیپریشن یا خپگان رامنځته کوي.

د یو شمیر څېړونو له مخې په تلیفونونو د معتادو کسانو شمیر د یوه او شپږو فیصدو ترمنځ ښودل شوی دی. ډاکټر ګراهام زیاتوي "اوس چې د تکنالوژۍ د استعمال له امله ډیر کارونه په چټکۍ سره کولی شو او خلک ډیر وخت په ځیرکو وسیلو باندې د کار، ګیم وهلو او نورو تفریحي شیانو لپاره تیروي، له تلیفون پرته ژوند په یوه مشکل بدل شوی."

د ګوګل شرکت د ډیجټل صحت په نامه د یوې ځانګړې پاڼې د معرفي کولو اعلان وکړ او د اپل شرکت هم په پلان کې لري چې د روان کال په وروستیو کې له تکنالوژۍ څخه د کمې استفادې یوه ځانګړتیا معرفي کړي.

فرانسې له کاري ساعتونو وروسته د ایمیلونو استول بند کړي او د داسې قوانینو په ترتیبولو کار کوي چې زده کوونکي به په ښوونځیو کې د تلیفون له کارولو منع کړي.

تانیا ګوډن چې له شلوکلونو راهیسې د تکنالوژۍ په کاروبار بوخته ده، وايي مور او پلار خپلو کوچنیانو ته په ډیر کم عمر کې تلیفونونه ورکوي "کوم څه ته چې زه ډیجټل بي بي ستنګ یا په تکنالوژۍ سره د ماشوم رالویونه وایم دادي چې میندې د خپل ماشوم د آرامولو لپاره د څو دقیقو لپاره تلیفون ورکوي. له همدې ځایه دغه اعتیاد شروع کیږي."

آغلې ګوډن اوس د داسې یوه شرکت مشري کوي چې په تکنالوژۍ باندې د خلکو د اعتیاد د کمولو لپاره کارکوي. هغه وایي یو ساده کار دادی چې تلیفون له خپل نظره لرې کېږدو، ځکه په دې توګه نشو کولئ د زنګ او غږیزو پیغامونو غږ واورو البته د زنګ غلي کول هم ښه کار دی.

د زیاتو خلکو لپاره د دغې خبرې کول اسانه خو عملي کول یې ګران دي.

XS
SM
MD
LG