د لاس رسي وړ اتصالات

د اسپانیا د فوټبال ښځینه لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام وګاټه


د اسپانیا د فوټبال ښځینه لوبډله چې د ۲۰۲۳م کال د ښځو فوټبال د نړیوال جام اتلولي یې وګټله
د اسپانیا د فوټبال ښځینه لوبډله چې د ۲۰۲۳م کال د ښځو فوټبال د نړیوال جام اتلولي یې وګټله

د ۲۰۲۳م کال د ښځو د فوټبال نړیوال جام پایلوبه چې نن یکشنبې د اګست ۲۰ (زمري ۲۹مه) د اسپانیا او انګلستان لوبډلو ترمنځ د اسټرالیا په سیډني کې تر سره شوه، د اسپانیې په بریا سره پای ته ورسیده.

د اسپانیې لوبډلې چې دغه پایلوبې ته د رسیدو لپاره یې د امریکا، جاپان او ناروې غښتلي لوبډلو ته ماتې ورکړې وه، نننۍ لوبه په تهاجمي بڼه پیل کړه او د لوبې د لومړۍ نیمايي په ۲۹ دقیقه کې ددغه ټیم کپټانې اولګا کارمونا د انګلستان د لوبډلې د دفاعي کرښې د لوبغاړ له تیروتنې څخه په ګټه اخیستو سره، د لوبې لومړی او یواځینې ګول وواهه.‌ د لوبې لومړی نیمايي په همدې یو ګول سره پای ته ورسیده.‌

د لوبې په دویمه نیمايي کې د اسپانیې لوبډلې په خپلې په زړه پوري لوبې سره وښودله چې د جام د ګټلو لپاره راغلي دي.

په دویمه نیمایي کې بخت د اسپانیې لوبډلې سره مل شو او په ۶۹ دقیقه کې لوبڅارې د اسپانیې په ګټه یو تر سره شوې فول،‌ پنالټې اعلان کړه.‌ خو د پنالټي‌ هغه شوټ د انګلستان د ګول ساتونکې ماري اریس لخوا ونیول شو.‌

د لوبې په دویمه نیمايي د انګلستان لوبډلې ډیره هڅه وکړه چې لوبه مساوي کړي، خو د اسپانیا دفاعي کرښې سیالۍ لوبډلې ته ددې کار اجازه ورنکړه.

پایلوبه په ۹۰ قانوني او ۱۳ اضافي دقیقو کې یو- هیڅ د اسپانیا په ګټه پای ته ورسیده.‌ پدې توګه اسپانیا په ۱۹۹۱ کال کې د ښځو فوټبال نړیوال جام له پیل راهیسې، پنځم هېواد شو چې دغه جام ګټي. تر دې وړاندې امریکا، جرمني، ناروې او جاپان ددې سیالیو اتلولي ګټلې وه.

د ۲۰۲۳ کال د ښځو نړیوال جام سیالۍ، چې د جولای په ۲۰مه د نیوزیلنډ او استرالیا په ګډ کوربتوب او د نړۍ د ۳۲ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې وې،‌ د اګست پر ۲۰مه، د اسټرالیا په سیډني کې پای ته ورسیدې.

اوسمهال د ښځو فوټبال په نړیوالې درجه بندۍ کې اسپانیا لومړی، انګلستان دویم او سویډن دریم ځای کې ولاړ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG