د لاس رسي وړ اتصالات

اسپانیا د ښځو فوټبال نړیوال جام کې سويډن ته ۲-۱ ماتې ورکړه او پایلوبې ته ولاړه 


د ۲۰۲۳ کال د ښځو فوټبال نړیوال جام د نیمه پایلوبې لومړۍ لوبه، نن سه شنبې د اګست ۱۵مه (زمري ۲۴مه) د اسپانیا او سویډن لوبډلو ترمنځ د نیوزیلنډ په 'اډن پارک' لوبغالې کې ترسره شوه.

په نننۍ لوبه کې د سویډن لوبډلې له اسپانیا سره په لوبه کې پداسې حال کې ۲-۱ ماتې وخوړه چې، له دې وړاندې یې غښتلي لوبډلې لکه د ۲۰۱۹ جام اتل، متحده ایالاتو او جاپان لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.‌

لوبه د لومړۍ نیمايي له پنځمې دقیقې څخه تر ۴۲مې دقیقې پورې د سویډن د هیلې خلاف روانه وه او سویډني لوبغاړي د اسپانیې لوبغاړو په تخنیکي او تکتیکي کار کې ښکیل وه. پدې توګه د لوبې لومړۍ نیمايي پرته له کوم ګول ۰-۰ مساوي پای ته ورسېده.

خو د لومړي نیمايي په پرتله، په دویمه نیمایي کې سویډن لوبډلې لوبه ښه پیل کړه او د لوبې تر ۶۰مې دقیقې پورې یې د اسپانیې لوبډله تر سخت فشار لاندې راوستې وه او پایلوبې ته د تلو په خاطر یې خپل سیالې لوبډلې ته وښودله چې له کوم کمزوری لوبډلې سره مخامخ نه دی.‌

خو په ۷۳یمه دقیقه کې د لوبې رخ بدل شو او د اسپانیې لوبډلې د خپل ځوانې بریدګر لوبغاړې سلما پارایويلو په مرسته چې په کواټر فاینل کې یې هم د لوبې په وروستیو شیبو کې د هالند لوبډلې پر وړاندې د بریا ګول وهلې و، سويډن دفاعي کرښې په ماتولو او د یوه په زړه پوري شوت په وهلو سره، ګول وواهه.

سویډڼ چې له سیالې لوبډلې څخه ۰-۱ شاته وه ، په ۸۹مه دقیقه کې یې ګول وواهه او لوبه ۱-۱ مساوي شوه.

خو د سویډن د مساوي ګول خوشحالۍ ډیر دوام ونکړ،‌ ځکه یوه دقیقه وروسته،‌ د اسپانیا لوبډلمشرۍ ولګا کارمونا، د پینالټي له ساحې بهر د یوه په زړه پورې شوټ په وهلو سره لوبه ۲-۱ کړه او همدا نتیجه د لوبې تر پایه پاتې شوه. د سويډن لوبډلې سره د لوبې اووه اضافي دقیقو هم مرسته ونکړه چې نتیجې ته تغیر ورکړي. اوس به د سویډن لوبډله، اګست پر ۱۹مه، د دویمې نیمه پایلوبې لوبډلې له بایلونکی سره د درېیم مقام پر سر سیالي وکړي.

خو بلخوا، دا لومړۍ ځل دی چې د اسپانیې د فوټبال ښځینه لوبډله د ښځو فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته وځي.‌

اسپانیا به په پایلوبه کې چې د اګست پر ۲۰مه، د اسټرالیا په سیډني‌کې ترسره کیږي،‌ د سبا چهارشنبې نیمه پایلوبې ګټونکي سره مخامخ شي.‌ د نیمه پایلوبې دویمه لوبه سبا د انګلستان او کوربه اسټرالیا لوبډلې ترمنځ کیږي.‌

د فیفا د درجه بندۍ له مخې سویډن دا مهال د ښځو د ملي لوبډلې دریم غوره لوبډله ده. بلخوا، اسپانیاله امریکا، جرمني، سویډن، انګلستان او فرانسې وروسته د نړۍ د ښځو د غوره لوبډلو په کتار کې شپږم ځای لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG