د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان سره سیالیو ته په آی پي ال کې ځلیدلی لوبغاړی بللی


پاتیرانا ته ځینې خلک "کوچنی ملینګا" وايي ځکه چې د هغه د توپ اچونې انداز د سریلانکا مشهور توپ اچونکي لاسیت ملینګا ته ورته دی.
پاتیرانا ته ځینې خلک "کوچنی ملینګا" وايي ځکه چې د هغه د توپ اچونې انداز د سریلانکا مشهور توپ اچونکي لاسیت ملینګا ته ورته دی.

سري لانکا د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۰ (غبرګولي نهمه) پر خپل ځوان توپ اچوونکي ماتیشا پاتیرانا غږ کړی چې له افغانستان سره را روانو یو ورځنیو لوبو لړۍ ته چمتو شي.

پاتیرانا د هند پریمیر لیګ (IPL) لوبو کې، چې پرون پای ته ورسېدې، ښه ځلېدلی دی. هغه د چنای سوپر کنګز ټیم ته لوبه کوله چې ددغه لیګ جام یې وګټه.

که ۲۰ کلن پتیرانا له افغانستان سره د لوبو په نهايي سکواډ کې شامل شي نو دا به د هغه دپاره د یو ورځینو لوبو پیل وي.

پاتیرانا ته ځینې خلک "کوچنی ملینګا" وايي ځکه چې د هغه د توپ اچونې انداز د سریلانکا مشهور توپ اچونکي لاسیت ملینګا ته ورته دی. هغه تر اوسه سري لانکا ته دوه ۲۰ اوریزې لوبې کړي دي.

د افغانستان او سري لانکا تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې د جون په دوهمه، څلورمه او اوومه په سريلانکا کې کیږي. دا د ۲۰۲۰ د فبروري راهیسې لومړنی ځل دی چې سر‎يلانکا د یوې نړیوالې لوبډلې کوربه توب کوي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې لوبغاړي ددغو لوبو لپاره تېره اونۍ سری لانکا ته لاړل.

پاتیرانا په ای پي ایل کې د چنای سوپر کنګز په ټیم کې مهم رول لوبولی دی. هغه د دوشنبې په ورځ په پای لوبه کې په څلورو اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

پاتیرانا د آی پي ایل په دې سیزان کې ۱۹ لوبغاړي سوځولي. د چنای سوپر کنګز کپتان ام ایس دهوني نوموړی "ځانګړی" لوبغاړی بللی دی.

د افغانستان سره د لوبو دپاره د سریلانکا په لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي: داسون شاناکا (کپتان)، پاتم نیسانکا، دیموت کرونارتني، کوسل مینډیس، انجیلو میتیوز، چاریت اسلانکا، داننجایا ډی سلوا، سدیرا سماراویکراما، چمیکا کرونارتني، دوشن هیمانتا، وانندو هاسارنګه، کمارتاه، راجهارا، ونیندو هاسارنګه، لاویشمان چاراونها، او ماتیشا پاتیرانا، مهیش تییکشنا.

د افغانستان کرکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د ۱۵ لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي چې عبدالرحمن رحماني په کې په لومړي ځل ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده. راشد خان، نور احمد لکڼوال، رحمان الله ګربز او فضل حق فاروقي هم د آی پي ال له سیالیو وروسته سري لانکا ته تللي چې له لوبډلې سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG