د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکا خطرناک کثافات بېرته برتانیا ته استوي


د اسیا یو شمېر هېوادونه وايي دوی د شتمنو هېوادونو کثافت دانۍ نه دي

د سریلانکا حکومت وايي چې د خطرناکو کثافاتو ۲۱ کانتینرونه بېرته برتانیا ته استوي.

په سریلانکا کې چارواکي وايي چې په دغو کانتینرونو کې د روغتونونو د کثافاتو په ګډون یو شمېر خطرناک کثافات شته چې برتانیا ته استول شوي ‌دي.

سریلانکا وايي دا کثافات له برتانیا څخه په همدغو کانتینرونو کې سریلانکا ته انتقال شوي وو.

وايي دا کار د نړیوالو قوانینو او اروپايي ټولنې د اصولو خلاف دی.

د سریلانکا چارواکي وایي چې دا کانتینرونه استعمال شویو غالیو او ټغرونو د ساتلو او لېږدولو لپاره وو، نه د کثافاتو لپاره.

دا استعمال شوې غالۍ او ټغرونه به په سریلانکا کې پاکېدل، رغول کېدل او بیا به ترې کار اخیستل کېده، خو د استعمال شویو غالیو او ټغرونو پر ځای له برتانیا څخه ورته کثافات استول شوي‌ دي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د کثافاتو دا کانتینرونه د ۲۰۱۷ د سپتمبر او ۲۰۱۸ د مارچ د میاشتو ترمنځ‌ سریلانکا ته رسېدلي دي.

چارواکي وايي د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې۴) له سریلانکا څخه برتانیا ته د کثافاتو د کانتینرونو انتقال پيل شوی.

یو شمېر اسیایي هېوادونه وايي چې دوی نباید د شتمنو هېوادونو کثافت دانۍ وي او اجازه نه ورکوي چې دا هېوادونه ورته کثافات واستوي. وايي د شتمنو هېوادونو دغه کار ستړي کړي دي.

XS
SM
MD
LG