د سریلانکا د امنیتي قواو او د مشکوکو اسلامپالو یاغیانو ترمنځ په یوه سخته نښته کې ١٥ تنه وژل شوي چې په مړو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.
دغه نښته په سریلانکا کې د مرگانیو بمي بریدونو څخه شپږ ورځې وروسته کیږي چې په کې ٢٥٠ تنه ووژل شول.
د پولیسو یو ویاند ویلي چې پدغه تازه نښته کې چې د جمعې په ماښام وشوه درې مشکوک ځانمرگي بریدگر هم پکې وژل شوي دي.
د سریلانکا پوځ هم یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي کله چې امنیتي ځواکونه د یاغیانو د پټیدو ځای ته نږدې شول درې چاودنې وشوې او بیا نښته وشوه.
مقاماتو دا هم ویلي دي چې پدغه ځای کې په زیاته اندازه چاودیدونکي مواد ساتل کیدل.
دغه یاغیان د "توحید ملي جماعت" کې په غړیتوب تورن دي. په سریلانکا کې د یکشنبې د ورځې د بمي چاودنو ملامتي په همدې ډلې اچول کیږي. خو د تیرې یکشنبې د ورځې د بمي بریدونو مسؤلیت داعش منلی دی.
د سریلانکا دولت ویلي دي چې د یکشنبې د ورځې بریدونه د یوې ښځې په گډون د نهو ځانمرگو بریدگرو له خوا شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د ١۴٠ تنو د نیولو هڅه کوي چې ویل کیږي د داعش ډلې سره سره اړیکې لري. تر اوسه لږ تر لږه ۷۶ تنه د سریلانکا د وروستیو حملو په تړاو نیول شوي دي چې په کې د سوریې او مصر اتباع هم شامل دي.