د لاس رسي وړ اتصالات

معصوم ستانکزی: جګړې ته د طالبانو د نه ستنیدو په هدف د نړیوالو تضمینونو هڅې کیږي 


د افغان حکومت د مذاکراتي هیئت مشر
د افغان حکومت د مذاکراتي هیئت مشر

د افغانستان حکومت وایي که خوشی شوي طالب بندیان بیا جګړې ته مخه کړي، جرم به یي دوه برابره او مسؤلیت به یي د طالبانو په غاړه وي.

د افغان حکومت د مذاکراتي هیئت رئیس معصوم ستانکزي امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي څو جګړې ته د طالبانو د نه ستنیدو په هدف نړیوال تضمینونه واخیستل شي.

معصوم ستانکزي وویل د څو اړخیزو ضمانتونو په نتجیه کې باید د جګړې میدان ته د طالبانو د ستنیدو مخه ونیول شي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، د بین الافغاني خبرو لومړی پړاو قطر کې پیلیږي او چمتوالی ورته روان دی.

د افغان حکومت دغه چارواکي وویل، که څه هم د ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادیدو سره مخالفتونه موجود وو خو دا پریکړه د یوه لوی مصلحت او هیواد کې د سولې او د جګړې د ختمیدو په هدف شوېده.

دا مرکه د امریکا غږ خبریالې ګالیا رڼا نورستانۍ کړې او په پیل کې یي د لویي جرګې د پریکړې په پایلو پوښتلي:

له معصوم ستانکزي سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:46 0:00

XS
SM
MD
LG