د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي کارکونکي: سږکال غزني کې د ګوزڼ لږ کمپاینونه ترسره شوي


آرشیف

د غزني ولایت روغتیایي مسوولین وایي چې د روان میلادي کال له پيل راهیسې په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین یوازې درې کمپاینونه ترسره شوي دي.

دوی زیاتوي، امنیتي ستونزې او کرونا ویروس ناروغۍ هغه لاملونه دي چې یاد کمپاینونه په منظم ډول ترسره نه شي.

په غزني ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) سیمه ایز مسؤول داکتر فضل احمد حنیف په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "… په ۲۰۲۱ کال کې مونږ یوازې درې کمپاینونه درلودل، چې یو په جنوري، یو په مارچ او یو هم په جون میاشت کی ترسره شول. او له جون میاشتې را پدیخوا مونږ کوم کمپاین نه درلود."

د نوموړي په وینا، دوه کاله کیږي چې د پولیو کمپاینونه د زیاتو خنډونو سره مخ شول، په تیره بیا چې کرونا ویروس په نړۍ کې خپره شو نو د ګوزڼ ضد کمپاینونه سخت ټکني شول. ددې ترڅنګ د هیواد سیاسي، امنیتي او په ځینو سیمو کې د جګړو له امله هم کمپاینونه تطبیق نشول.

ښاغلي حنیف زیاته کړه چې اوس موږ غواړو پولیو په بشپړه توګه له منځه ویسو او د مخنیوي لپاره یې اړتیا ده ترڅو هر ماشوم ته واکسین په سمه توګه ورسیږي.

د غزني ولایت د ځینو ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکي وایي چی د دوی سیمو ته پولیو ضد واکسین په منظم ډول ندی رسیدلی.

ظریفه، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکې وایي، جګړې او امینتي ستونزې د دې لامل شوي چې د دوی په سیمه کې ماشومانو ته پولیو ضد واکسین تر سره نشي.

هغې وویل: "... زموږ په سیمه کی تر اوسه د پولیو ضد واکسین کوم کمپاین په منظم ډول ندی ترسره شوی، ځکه دلته به تل جګړې وې او ځینې وخت به د پولیو کارکوونکو ته هم اجازه نه ورکول کیده ترڅو راشي او ماشومانو ته کور په کور واکسین ورکړي."

خو اوس چی جکړې نشته نو یو شمېر خلک وایي،پولیو ضد واکسین باید د هیواد په ټولو سیمو کی تطبیق شی ترڅو دا ناروغي د نړۍ د نورو هیوادونو په شان په افغانستان کې هم له مینځه ولاړه شي.

روغتیایي کارکونکي وایي چې پولیو ناروغۍ درملنه نلري خو د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین کولای شي ماشومان د دې ناروغۍ له خطر څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG