د لاس رسي وړ اتصالات

یونسیف د پولیو واکسین څخه د طالبانو د ملاتړ هر کلی وکړ


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق یا (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو لخوا د کور په کور پولیو واکسین د ملاتړ له اعلان څخه هر کلی کړی.

یونیسف ویلي چې د طالبانو مشرتابه په ټول افغانستان کې کور په کور د پولیو واکسین له تطبیق څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف استازي دا په افغانستان کې د ماشومانو د فلج مخنیوي په برخه کې یو لوی ګام بللی دی.

یونیسف نن دوشنبه اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶) ویلي چې ټاکل شوې د راتلوونکي نومبر میاشتې پر اتمه په افغانستان کې د پولیو ویروس ضد سر تاسري کمپاین پيل شي.

یاد سازمان ویلي چې دا به لومړی ځل وي چې په ټول افغانستان کې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول کیږي.

یونیسف ویلي چې د یاد کمپاین له لارې به ۳.۳ میلیون هغو ماشومانو ته هم د پولیو واکسین ورسول شي چې مخکې تر بې برخې و.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر دا پنګ لو په دې اړه ویلي: "دا په ښه لوري یو ډېر مهم ګام دی چې اخیستل کیږي... موږ خوښ یو چې د کال تر پای ته رسېدو مخکې بل کمپاین پیلوو،د ټولو ماشومانو لپاره د پولیو واکسین رسول اړین دی.دا به له لومړیتوبونو څخه وي."

په افغانستان کې د یونیسف استازي هم ویلي چې په دې سره په افغانستان کې د پولیو د ریښې له منځه وړلو زمینه برابره شي.

د یونیسف د معلوماتو په اساس په روان ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د پولیو یوې مثبتې پېښې راپور ورکړل شوی دی.

یاد سازمان په افغانستان کې کور په کور د پولیو د واکسین رسول یو ښه فرصت بللی دی.

افغانستان او پاکستان له هغو هیوادونو څخه دي چې تر دا مهاله پکې د پولیو ویروس له منځه نه دی وړل شوی.

XS
SM
MD
LG