د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو واکسین تطبیق لپاره د میندو او پلرونو همکاري اړینه بلل شوې


د نوامبر په اتمه په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين عمومي کمپاين پيل شو
د نوامبر په اتمه په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين عمومي کمپاين پيل شو

د فراه روغتیایي چارواکي او ټولنیز فعالان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق په تړاو د میندو او پلرونو په هر اړخیزه مرسته ټینګار کوي.

فراه کې د ډاکټرانو د طبي ټولنې مشر ډاکتر صلاح الدین احدي امریکا غږ ته وویل: "ګوزڼ یوه ګواښوونکې ناروغي ده چې درملنه نلري او مخنیوی یې یوازې د واکسین پر مټ شونی دی."

هغه زیاته کړه وقایه تر درملنې غوره ده او څرنګه چې پولیو یوه ساري ناروغۍ ده او درملنه نلري، نو موږ سل په سلو کې اړ یو چې د دغې خطرناکې ناروغۍ څخه خپل ماشومان د واکسین پر مټ وژغورو.

بل لوري ته د فراه قومي‌ مخور بیا د ډاکترانو سپارښتنې خورا ارزښتناکه بولي او له کورنیو غواړي چې خپل ټول له پنځه کالو څخه کم عمره ماشومان په ټاکلې موده واکسین کړي.

محمد اسماعیل صادق، د فراه یو تن قومي مشر په دې هکله وايي: " خلک په ځانګړي ډول میندې او پلرونه باید خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو کې ناغیړي ونکړي."

ښاغلی صادق زیاتوي له بده مرغه لا هم داسې کورنۍ شته چې د پولیو د واکسین په ارزښت نه پوهیږي او د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې سستي کوي.

د نوموړي په وینا د میندو، پلرونو او د هرې کورنۍ او سیميله مشرانو څخه دا غوښتنه لرو چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، ترڅو له ګوزڼ څخه وژغورل شي.

واحد خان وحیدي، د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر امریکا غږ ته وویل: "د پولیو ناروغۍ او د هغه پر وړاندې واکسین یوه ټولیزه مسئله ده، نو په کار ده چې ټول قشرونه د واکسین په تطبیق او عامه پوهاوي کې خپله مرسته ونه سپموي."

نوموړی زیاتوي که چیرې میندې او پلرونو خپلو مسؤولیتونو ته ځیر شي او په کلینیکونو کې د خپلو ماشومانو د واکسین پنځه پړاوونو بشپړ کړي، نو کور په کور واکسین ته به اړتیا نه وي.

د ښاغلي وحیدي په وینا، کله چې د والدینو د نه پاملرنې له امله یو شمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي‌ نو موږ اړ یو چې عمومي‌ کمپاین ترسره کړو.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت په ځینو سیمو کې ګڼ شمیر ماشومان د بیلابیلو ننګونو له امله د ګوزڼ ضد واکسین له څاڅکو څخه بې برخې پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG