د لاس رسي وړ اتصالات

د سوډان د سروزرو په یو کان کې ۳۸ کسان وژل شوي


Sudan
Sudan

سوډاني چارواکو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۳۸ (مرغومي اومه) اعلان کړی چې د هغه هیواد د غربي ولایت کرفان د سروزرو د یو کان د راغورځیدو له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د سوډان د کانونو دولتي شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پیښه د هغه هیواد د پلازمینې خرطوم په ۷۰۰ کیلومتري کې د فوجا په سیمه کې په یوه تړل شوي او غیر فعال کان کې رامنځ ته شوې ده.

خو سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی چې په دې پيښه کې لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د سوډان د کانونو دولتي شرکت ویلي که څه هم دا کان تړلی وو خو د معدن سمیه ایز کارګران وروسته له هغه معدن ته ستانه شول چې امنیتي قواوو سیمه پریښودله.

خو په اعلامیه کې دا نده روښانه شوې چې معدن له څه وخت راهیسې تړلی وو.

د سوډان د معدني سرچینو شرکت په اعلامیه کې ویلي‌ امنیتي‌ ځواکونه ځکه په سیمه کې وو څو په سیمه کې د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه ونیسي.

د سوډان حکومت د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د طلا د سترو کانونو څخه استخراج کوي. د رسمي شمیرو له مخې د شرقي افریقا دې هیواد یوازې په ۲۰۲۰ کال کې ۳۶.۶ ټنه طلا استخراج کړې ده.

په سوډان کې د کانونو راغورځیدل یوه معمولي خبره ده ځکه هلته کانونه په معیاري ډول نه استخراج کیږي.

وروسته له هغه چې له سوډان څخه د طلا د قاچاق ادعاوي وشوې، د هغه هیواد انتقالي حکومت له دوو کلونو راهیسې هڅه کوي څو د کانونو صنعت تنظیم کړي.

XS
SM
MD
LG