د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې موټر بم چاودنه؛ د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي


د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دولت اباد په ولسوالۍ کې د موټر بم برید له امله دري امنیتي سرتیري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش نن سې شنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومې دوهمه) امریکا غږ ته وویل دغه موټر بم چاودنه تېره شپه د دولت اباد ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: "تیره شپه طالبانو د ولسوالۍ په مرکز کې یو زرهې ټانک چولی. د چاودنې له امله کورنو ته هم ځاني زیان رسېدلی دی، درې پوځیان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي."

هغه زیاته کړه چې په وژل شوو او ټپيانو کې د ملي اردو سرتیري شامل دي.

یورش وویل چې په چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

بلخوا په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین وايي چې تر موټر بم وروسته وسله والو طالبانو پلان درلود چې ډله ییز برید وکړي، خو وايي مخه یې نیول شوې ده.

د یاد قول اردو ویاند حنیف رضايي امریکا غږ ته وویل چې د افغان ځواکونو په ډزو کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

تر دا مهاله د دغه موټر بم برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د فاریاب دولت اباد ولسوالي د جوزجان ـ فاریاب د لویې لارې پر سر موقعیت لري.

پر همدې مهال د بدخشان امنیتي چارواکو د دغه ولایت پر بهارک ولسوالۍ د طالبانو د برید د مخنیوي خبر ورکړی دی.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تیره شپه د یادې ولسوالۍ د ابخور ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی و چې پر مهال یو پولیس هم وژل شوی دی.

طالبانو د دغه برید په اړه هم څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG