د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار معروف ولسوالۍ نښته کې د طالبانو او پولیسو مرګ ژوبله


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه د جګړې پر مهال د پولیسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تیره شپه د ډیورند فرضي کرښې ته نژدې د معروف ولسوالۍ د توغړي پر قرارګاه برید وکړ چې د سهار تر ۳ بجو یې دوام درلود.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن جمعه جولای۲۴(زمري۳) امریکا غږ ته وویل چې په جګړه او هوايي بریدونو کې ۲۷ وسله وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور يې ټپیان دي.

دی دغه راز زیاتوي چې په جګړه کې ۲ پوليس وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپيان شوي.

نوموړي زیاته کړه:"تیره شپه وسله والو د معروف ولسوالۍ د توغړي پر قرارګاه ډله ییز حمله وکړه چې پوليسو مقاومت وکړ ۷ يې ووژل او ۱۱ نور يې ټپیان کړه، وروسته زموږ په غوښتنه بهرنیو ځواکونو پر وسله والو هوايي بریدونه وکړه چې په ترڅ کې ۲۰ تنه وسله وال يې پکښې وژل شوي یو حاموي ټانګ موټر او وسلې يې هم د پوليسو لاس ته ورغلي، په برید کې زموږ ۲ پوليس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي."

که څه هم امنیتي مقامات وايي چې هوايي بریدونه نړیوالو قواوو کړي خو خپله بهرنیو ځواکونو په دې باب کومه تبصره نه ده کړې.

معروف ولسوالي د کندهار له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې مرکز يې د حکومتي قواوو په لاس کې دی او پاته نورو سیمو کې يې وسله وال پراخ حضور لري.

دغه راز معروف ولسوالي د ډیورند فرضي کرښې او د کندهار تر څنګ د زابل او ځینو نورو جنوبي ولایتونو ترمنځ د وسله والو طالبانو د تګ راتګ مهمه عبوري او اکمالاتي لار بلل کیږي.

په کندهار او د جنوب په نورو ټولو ولایتونو کې له تیرو ۳ اونیو راهیسې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا وي کيږي.

له تیري اونۍ راهیسې په هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې هم وسله والو پر حکومتي نظامي مرکزونو ډله ییز بریدونه کړي او د لویو لارو پر سر يې نوي امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.

ولسي خلک د جګړې له زیات والي څخه اندېښمن دي او وايي چي ملکي مرګ ژوبله هم هره ورځ رامنځته کيږي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د تیري شپې د جګړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG