د لاس رسي وړ اتصالات

په نایجریا کې د بوکو حرام سخت دریځو ۱۷ شپانه وژلي  


د بوکو حرام ترهګرې ډلې اورپکي
د بوکو حرام ترهګرې ډلې اورپکي

د نایجریا په شمال ختیځ کې دفاعي چارواکي وايي، د بوکو حرام ترهګرې ډلې اورپکو په یوې نښته کې ۱۷ شپانه وژلي او د هغوی څاروي یې له ځان سره وړي دي.

د ځاني دفاع ملیشو زیاته کړې چې سخت دریځو په بورنو ایالت کې د ایرامیني کلي ته څېرمه په داسې حال کې په شپونو برید وکړ چې د خپلو څارویو ساتنه یې کوله.

د ځاني دفاع د ملېشو مشر بابه کورا کالو وويل چې شپانو په لومړي سر کې مقاومت وکړ، خو بريدکوونکي ډېر او په ښه وسلو سمبال وو.

هغه زياته کړه، چې وسله والو له نږدې ځنګل څخه پر دې سيمه بريد کړى دى. دوی وروسته له هغه دغه ځنګل ته لاړل چې په لویدیځه افریقا کې د اسلامي دولت ډلې او د نایجریا پوځ د سامبیسا له ځنګله وشړل.

په لویدیځه افریقا کې د اسلامي دولت ډله (داعش) په ۲۰۰۶ کال کې له بوکو حرام څخه جلا شوه او په یوه نښته کې د بوکو حرام د مشر ابوبکر شیکاو له وژلو وروسته په سیمه کې د یوې ځواکمنې ډلې په توګه راڅرګنده شوه.

دا دوه ډلې په پرله پسې توګه ملکي وګړي په ځانګړې توګه بزګران او شپانه د نایجریا پوځ ته په جاسوسۍ کولو تورنوي او په نښه کوي.

شپانه اکثرا سخت دریځو ته پیسې ورکوي چې څاروي یې ددغو افراطیانو تر واک لاندې سیمو څخه په خوندي توګه تیر شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د سخت دریځو تاوتریخوالي څه باندې ۴۰ زره کسان وژلي او دوه میلیونه نور یې بې ځایه کړي دي.

XS
SM
MD
LG