د لاس رسي وړ اتصالات

مظنونو جهادیانو د نایجریا په شمال ختیځ کې ۱۰ کسان وژلي


د ملیشو سرچینو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) وویل چې په تازه تاوتریخوالو کې د داعش پورې اړوند شکمنو وسله والو د نایجیریا د شمال ختیځ بارنو ایالت کې ۱۰ ملکي کسان وژلي دي.

دوو سرچینو د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شویو کې د یوې ښځې په ګډون نهه نارینه شامل دي. ددې سرچینې په وینا، پر دغو کسانو باما ښار ته نږدې هغه مهال برید وشو چې د سوځیدلو موټرونو څخه د توکو په راټولو بوخت وو.

د ملیشو رهبر باباکورا کولو، وویل:" لس کسان په مرمیو ووژل شول، ټول قربانیان د فلزي داغمه جاتو باندې مصروف وو چې د ترهګرو له خوا پرې برید وشو."

اورپکي ‌وایي چې د قربانیانو جسدونه د خلکو له خوا وموندل شول او مړی یې د باما ښار ته لیږدول شوي ‌دی. د ناجیریا اردو چې په سیمه کې میشت دی تر اوسه د برید په اړه څه ندي‌ ويلي.

جهادیان په دې وروستیو کې هغه ملکي افراد چې د موټرونو پرزې لوټوي په نښه کوي او وایي‌ چې هغوی د نایجیریا اردو ته جاسوسي کوي.

د افریقا په لودیځ کې د اسلامي دولت ډله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بوکو حرام ډلې څخه جلا شوه اوس د نایجیریا په شمال کې لوی تهدید ګڼل کیږي.

امنیتي سرچینې او د مرستې رسونې ډلې وایي چې د داعش یا اسلامي‌ دولت ډلې د غربي افریقا په سیمه کې د جمعې په ورځ د ملیشې ډلې درې غړي ووژل او د یوې مرسته رسوونکي ډلې درې کارکوونکي یې له ځانه سره بوتلل.

د هغه راپور له مخې چې د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی، له ۲۰۰۹ کال څخه راپدیخوا د جهادیانو په تاوتریخوالو کې څه باندې ۴۰ زره کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه نور د هغه هیواد له شمال ختیځ څخه بیځایه شوي دي.

امنیتي سرچینو همدارنګه ویلي دي‌ چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون میاشتې په اومه نیټه، ۲۳ نور کسان ددغه هیواد دیکو سیمې ته نږدې د مګدالا په کلي کې د موټرونو د ټوټو د راټولو پرمهال د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول. باورونه دادي چې دا وسله وال هم د افریقا په غرب کې د داعش د وسله والې ډلې پورې اړوند کسان دي.

دا برید په داسې حال کې کیږي‌ چې د یکشنبې په ورځ جون ۱۵ د نایجیریا په سهیل لودیځ کې په یوې کلیسا کې د ډزو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډو ۵۰ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG