د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن کې مظاهره کوونکو بیا د قران یوه نسخه وسوځوله


دوو مظاهره کوونکو د دوشنبې په ورځ جولای ۳۱ (زمري نهمه) د سویډن په پایتخت سټاکهولم کې د دغه هېواد د پارلمان د ودانۍ مخې ته د قران یوه نسخه وسوځوله.

د فرانس پرس د راپور له مخې، سلوان مومیکا او سلوان نجم د قران یوه نسخه لومړی تر پښو لاندې کړه او وروسته یې وسوځوله.

دوی وړاندې هم دوه ځله د اعتراض په ډول د قران نسخو ته اور ورته کړی چې په نړیواله سطحه یې غبرګونونه پارولي دي.

مظاهره کوونکو رسنیو ته ویلي چې دوی غواړي په سویډن کې د مسلمانانو پر دغه سپیڅلي کتاب بندیز ولګیږي.

نجم د سویډن ایکسپریسین ورځپاڼې ته وویل: "زه به [قران] څو ځله وسوځوم، تر څو په دې کتاب بندیز ولګیږي."

مومیکا او نجم د تیر لوی اختر په لومړۍ ورځ د سټاکهولم د جامع جومات دباندې د قران یوه نسخه وسوځوله. دوی یوه میاشت وروسته په سټاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران یوه نسخه لومړی تر پښو لاندې کړه او بیا یې وسوځوله.

په سویډن کې قران ته سپکاوي د اسلامي هېوادونو غصه پارولې او د سویډن او منځني ختیځ د څو هیوادونو تر منځ یې دپلوماتیکې اړیکې خړې پړې کړي دي.

د سویډن پولیسو دمخه ټینګار کړی چې دوی خلکو ته د عامه غونډو د ترسره کولو جواز خط ورکوي او په دغو غونډو کې ترسره کېدونکو فعالیتونو ته جواز نه ورکوي.

تیره اونۍ سویډن د وسله والو ځواکونو، یو شمیر قانون پلي کونکو ادارو او د مالیې وزارت په ګډون ۱۵ دولتي ارګانونو ته امر وکړ چې د تروریزم ضد اقدامات پیاوړي کړي.

د یکشنبې په ورځ، د سویډن ګاونډي هېواد ډنمارک وویل چې د مظاهرو په ترڅ کې د سپېڅلو کتابونو د سوځولو د مخنیوي قانوني لارې لټوي. چارواکو ویلي دا کار په ډنمارک کې د قران سوځولو په غبرګون کې د رامنځته شویو یو شمېر امنیتي پېښو او اندېښنو له کبله کوي.

د سویډن صدراعظم اولاف کریسټرسن هم ویلي چې په دغه هېواد کې د قران د سوځولو د مخنیوي پر قانوني لارو چارو غور کیږي.

د منځني ختیځ په څو هیوادونو کې د سویډن او ډنمارک سفیران احضار شوي دي.

ټاکل شوې چې په سویډن او ډنمارک کې قران ته د سپکاوي په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان د سعودي عربستان او عراق په غوښتنه د دوشنبې په ورځ په جده کې غونډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG