د لاس رسي وړ اتصالات

دوو مظاهره کوونکو په ډنمارک کې د عراق سفارت مخې ته د قران یوه نسخه وسوځوله


د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې دوو مظاهره کوونکو د دوشنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري دوهمه) د عراق د سفارت مخې ته د قران یوې نسخې ته اور ورته کړ.

دغو مظاهره چیانو چې ځانونه د "ډنمارک د وطنپالو" په نوم ډلې غړي بولي، لومړی د قران یوه نسخه تر پښو لاندې کړه او وروسته یې وسوځوله.

له هغه وروسته چې په سويډن کې مېشت عراقي کډوال سلوان موميکا د سويډن په پایتخت ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته قرآن کريم او د عراق بيرغ ته اور ورته کړ، په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې پراخ لاريونونه پيل شول.

د عراق په پایتخت بغداد کې مظاهره چیانو د سویډن سفارت وسوځاوه او د عراق حکومت د سویډن سفیر وشړه.

سعودي عربستان او ایران د قران د سوځولو په غبرګون کې د سویډن سفیران وروغوښتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ته په یو لیک کې له هغه غوښتي چې "دغه عمل په سمدستي توګه وغندي او ژر تر ژره د دغه ډول کرغیړنو او پارونکو کړنو د تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي."

د ایران مشر علي خامنه يي د سویډن له حکومت څخه غوښتي چې مومیکا اسلامي هېوادونو ته وسپاري او هغه ته یې د "سختې سزا" غوښتنه کړې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس د خامنه يي له قوله ویلي: "په سویډن کې پر قران کریم برید یوه ترخه، توطیه او خطرناکه پېښه ده. د دې جنایت عاملینو ته باید د ټولو اسلامي علماوو له خوا سخته سزا ورکړل شي."

د اسلامي همکاریو سازمان چې ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري، هم د سویډن د حکومت له خوا د قران د نسخې د سوځولو د لاریون د جواز صادرول غندلي او دا یې "یو بل پاروونکی برید» بللی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم له سویډن څخه غوښتي چې "د اسلام او د هغه د میلیاردونو پیروانو په وړاندې د کرکې د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي."

د سویډن حکومت که څه هم په دغه هېواد کې غونډې، مظاهرې او د بیان ازادي د خلکو قانوني حق بولي، خو د قرآن کریم سوځول یې غندلي دي.

XS
SM
MD
LG