په سویډین کې چارواکي وایي د څو مظاهرو څخه وروسته چې د قرآنکریم نسخې پکې وسوځول شوې، دې هیواد ته ګواښ ډیر شوی او له همدې کبله په سرحد کې امنیتي تدابیر ډیروي تر څو پولیسو ته د تالاشۍ کولو لپاره ډیر واک او اختیار ورکړل شي.
د سویډن د عدلیې وزیر ګونار سټرورم سه شنبه اګست ۱ (زمري۱۰ ) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په سرحدونو کې د کنټرول ډیروالي له کبله به داسې شرایط برابر شي چې پولیس به وکړی شي هغه کسان په نښه کړي چې دې هیواد ته راځي او ښایي چې امنیتي ګواښ پیښ کړي.
په سویډن کې یو تازه قانون چې سر د نن اګست لومړۍ نیټې څخه عملي کیږي، د دې هیواد په سرحد کې پولیسو ته د خلکو د تالاشي کولو لپاره ډیر واک ورکول کیږي ؛ بدني تالاشي او د الکترونیکي وسایلو له لارې څارنه هم پکې ډیره شوې.
په سویډن او ډنمارک کې پدې تیرو څو اونیو کې داسې مظاهرې ډیرې شوي چې مظاهره چیان پکې د اسلام تر ټولو سپیڅلي کتاب ته اور اچوي. دې کار د ګڼ شمیر اسلامي هیوادنو غصه راپارولي او د دواړو هیوادونو څخه یې په وار وار غوښتي چې د دې کار مخه ونیسي.
سویډن او ډنمارک وایي چې د قرانکریم د نسخو سوځیدو د مخنیوي لپاره په قانوني لارو چارو کار کوي خو تر دې دمه د بیان آزادۍ له کبله یې په مخنیوي کې ناکام شوي.
په همدې حال کې د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د سه شنبې په ورځ وویل چې پدې هیواد کې وضعیت "خطرناک" او "پیچلی" دی او ښایي د روسیې په ګډون یو شمیر هیوادونه ترې د ځان لپاره ګټې اخیستو په دف کار اخلي.
ښاغلي کریسټرسن په خبري کنفرانس کې همدارنګه وویل چې ښایي دا کار پدې خاطر کیږي چې سویډن پرې نښودل شي د ناټو سازمان غړی شي.
په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته سویډن ناټو کې د یو ځای کیدو لپاره درخواستي ورکړې خو تر دې دمه د ترکیې پارلمان یې غړیتوب ندی منظور کړی.
سره لدې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تیره میاشت ویلي و چې د پارلمان سره به په ناټو کې د سویډن یو ځای کیدو سره مرسته وکړي خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی و چې تر څو پورې پدې هیواد کې د قرانکریم سوځیدل روان وي، د ترکیې پارلمان به یې د سویډن غړیتوب منظور نکړي.
د سویډن صدراعظم وویل حکومت یې په ځینو تغیراتو کار کوي چې له مخې به یې پولیس وکړی شي په ځینو شرایطو کې د قرانکریم د نسخو د سوځیدو مخه ونیسي په ځانګړې توګه که دا کار د عامو خلکو خوندیتوب ته خطر وبلل شي.
خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې پدې هیواد کې د بیان آزادۍ د قوانینو بدلولو هیڅ کوم پلان نشته.
د سویډن صدراعظم د څرګندونو څخه یوازې یوه ورځ وړاندې د اسلامي همکارۍ سازمان په یوې اعلامیې کې د سویډن او ډنمارک څخه یو ځل بیا وغوښتل چې په مظاهرو کې د قرآنکریم د نسخو سوځیدل دې بند کړي.
دې سازمان چې ۵۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، د دوشنبې په ورځ جولای ۳۱ (زمري۹) یې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې وروسته تر هغه فوق العاده غونډه جوړه کړله چې په ډنمارک او سویډن کې په مظاهرو کې د قرانکریم نسخو ته اور واچول شو.
د اسلامي همکارۍ سازمان همدرانګه ویلي چې پخپله د سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه به د یو جګپوړي پلاوي سره اروپایي اتحادیې ته ولاړ شي او د هغوي څخه به وغواړي چې د "بیان آزادۍ په پلمې د دې جنایي کړنو" د تکراریدو مخه ونیسي.
دې سازمان همدرانګه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش څخه غوښتي چې د اسلام څخه د کرکې اړوندو موضوعاتو په هکله د معلوماتو راټولولو لپآره دې ځانګړی راپور ورکوونکی وټاکي.
فورم \ دبحث خونه