د لاس رسي وړ اتصالات

د سویډن پولیس: په یوې فرهنګي غونډې کې مو د چاودنې مخه نیولې


د سویډن پولیس
د سویډن پولیس

په سویډن کې پولیس وایي هغه چاودېدونکي مواد یې موندلي او خنثي کړي دي چې په مرکز ستاکهلم کې د یو فرهنګي جشن د ځای څخه دباندې په یو بیک کې اېښودل شوي‌ وو.

د سویډن پولیسو نن دوشنبه اګست ۲۲ (زمری۳۱) وویل چې تېره ورځ د دغو چاودیدونکو توکو د خنثی کولو په مهال سلګونه کسان له سیمې څخه واېستل.

وايي دا بیک د کانسترادګاردن په پارک کې چې تل پکې هنري مراسم او کانسرتونه په کې تر سره کیږي، اېښودل شوی و.

د استاکهلم د پولیسو مشر ایرک اکرلند په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې له بیک څخه ترلاسه شوي چاودیدونکي مواد تر ارزونې لاندې دي او معلومه به شي چې دا مواد چاودېدونکي وو که نه.

پولیسو همدغه راز ویلي دي‌ چې د دغې قضیې په اړه یې هم تحقیقات پيل کړي دي. تر دې دمه هېڅوک د دغې پېښې په تړاو نیول شوي‌ نه دي.

XS
SM
MD
LG