د سویس پارلمان د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ جون لومړۍ (جوزا ۱۱) اوکراین ته د سویس ساخت وسلو د انتقال وړاندیز رد کړ.
د سویس د استازو په مجلس کې په دې اړه ۹۸ موافقې او ۷۵ مخالفې رایې ورکړل شوې او د دې کار مخه ونیول شوه.
په دغه مجلس کې د خلکو د ګوند مشر ژان لوک، چې ګوند یې د مجلس اکثریت څوکۍ لري، وویل، چې د دغه وړاندیز منل به د اوکراین او روسیې په جګړې کې د یو اړخ سره د ژمنتیا په مانا وي، چې د سویس ناپیلتوب زیانمنوي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د سویس ولسمشر الن برست په مالدووا کې د اروپا په سیاسي غونډې کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلیسنکي سره لیدلي او د جنګي وسایلو د انتقال په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
سویس له ډېر وخت راهېسې خپل پوځي ناپیلتوب ساتلی دی. سویس ۸.۸ میلیون نفوس لري او په وچه کې اېسار هېواد دی. خو د اوکراین په جګړې کې د دغه هېواد بې طرفي هم یو لړ جدي بحثونه پارولي دي.
دغه شمتن هېواد، سره له دې چې د اروپايي ټولنې غړی نه دی، خو د اروپا د نورو هېوادونو په څېر یې په روسیې باندې یو لړ بندیزونه لګولي دي.
د اوکراین او متحدینو د فشارونو سره سره سویس اجازه نه ده ورکړې چې د دغه هېواد ساخت وسلې اوکراین ته انتقال کړل شي. سویس د خپل ساخت وسلو د انتقال په اړه د جرمني، هسپانیا او ډنمارک غوښتنې هم رد کړي دي.
فرانس پرس اژانس وايي د سویس ولسمشر ویلي دي چې د مالدووا په غونډه کې یې د اوکراین له ولسمشر سره د سیمې د وضعیت، بشري مرستو او بیا رغونې په اړه خبرې کړې.
نوموړي ویلي دي چې اوکراینیان د سویس موقف درک کوي او هغه په خپله هر وخت چمتو دی چې اوکراین ته سفر وکړي. هغه دا خبره هم کړې ده چې په اوکراین کې چې څه پېښېږي د هغه په اړه بې تفاوت نه دی او د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ دی.