د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په نهه کلنه جگړه کې ٣٨٠ زره کسان وژل شوي


د سوریې د جگړې د څار ډله وایي ددې هیواد په نهه کلنه کورنۍ جگړه کې ٣٨٠ زره کسان وژل شوي چې ١١٥ زره یې ملکي وگړي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې په ورځ جنورۍ څلورمه په یو رپوټ کې ویلي چې ددغو مړینو له جملې نه ٢٢ زره یې ماشومان او ١٣ زره یې ښځې دي.

د سوریې کورنۍ جگړه د ٢٠١١ کال د مارچ په ١٥ په جنوبي ښار دارا کې په حکومتي ضد اعتراضونو پیل شوه چې بیا دغه اعتراضونه ټولې سوریې ته پراخ شول او د جمهور رئیس بشارالاسد رژیم یې پر وړاندې سخت غبرگون وښود. همداشان دغې جگړې ته جهادیانو او بهرنیو قوتونو هم ورودانگل.

د سوریې د کورنۍ جگړې په ترڅ کې د سوریې شاوخوا ١٣ میلیونه وگړي مهاجر او یا هم د خپلو کورونونه بیځایه شول او د هیواد مادي غناو ته په میلیاردونو ډالره تاوان ورسید.

رپوټ وایي چې پدغه جگړه کې د رژیم د مخالفو اسلامپاله جنگیاليو او د کردانو په مشرۍ قواوڅه دپاسه ٦٩ زره کسان وژل شوي دي.

پدغو وژنو کې ٨٨ زره هغه کسان ندي شامل چې د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې په وینا د رژیم په زندانونو کې مړه شوي او یا هم د جگړې د مختلفو اړخونو له لورې یرغمل شوي او بیا بې درکه شوي دي.

د سوریې په جگړه کې ایران او روسیه د بشارلاسد د رژیم ملاتړ کوي چې پدې وروستیو کې یې ددې هیواد له دریو نه پر دوه برخو بیرته کنترول ترلاسه کړی دی. خو ددې هیواد د لوی ښار ادلب په گډون لا هم زیاتې سیمې د مخالفینو په لاس کې دي. ادلب شاوخوا درې میلیونه نفوس لري.

د ملگرو ملتونو په وینا د وروستیو اونیو تاوتریخوالی ددې سبب شوی چې شاوخوا ٢٨۴ زره کسان له خپلو سیمو څخه وتښتي.

XS
SM
MD
LG