د لاس رسي وړ اتصالات

څار ډله: سوریه کې چاودیدونکو توکو یوه میاشت کې کابو ۳۰ کسان وژلي


د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي د چهار شنبې په ورځ اپریل ۶ (وري ۱۷) وویل چې په تیره یوه میاشت کې په سوریه کې د څه باندې لسو ماشومانو په ګډون کابو ۳۰ تنه د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوي دي.

په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې زیاته کړې:"د دولسو ماشومانو په ګډون ۲۹ ملکي وګړي په مارچ میاشت کې د پاتې شویو چاودیدونکو توکو له امله مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي."

د بشري حقونو د څار د دغې ډلې په وینا چې د سوریې په داخل کې پراخو منابعو ته لاسرسی لري، د روان میلادي کال له پیل څخه راپدیخوا په سوریه کې د چاودیدونکو توکو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۷۳ کسانو ته رسیدلی دی.

د سوریې د یوې لسیزې کورنۍ جګړې پرمهال د جګړې د ټولو اړخونو له خوا په ځمکو، د سړکونو په غاړو او ودانیو کې د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله په سل ګونه کسان وژلي‌ او‌ په زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي تصور کیږي چې په ټوله سوریه کې په هرو دریو سیمو کې یوه په چاودیدونکو توکو ککړه ده.

سوریه په ۲۰۲۰ کال کې د چاودیدونکو توکو او ماینونو له امله د زیاتو تلفاتو له درکه تر افغانستان څخه مخکې شوه. د ځمکنیو ماینونو د څارنې د بنسټ په وینا په ۲۰۲۰ کال کې په سوریه کې د چاودیدونکو توکو او ماینونو له امله ۲۷۲۹ کسان مړه او یا هم ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله سوریه کې د چاودیدونکو توکو له امله ۲۴۱ ملکي کسان ووژل شول او ۱۲۸ نور ټپیان شول.

د وړاندوینو له مخې د سوریې په جګړه کې کابو نیم میلیون کسان وژل شوي او په میلیونونه نور بیځایه شوي دي.

سوریه کې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه پیل شوه چې حکومت ضد مظاهره کوونکي سخت وځپل شول.

XS
SM
MD
LG