په افغانستان کې سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی دی چې د طالبانو حکومت غواړي د پروان ولایت د مرکز «چاریکار» نوم بدل کړي او د «امام ابو حنیفه» په نوم یې واړوي.
په پروان کې د طالبانو والي عبیدالله امین زاده په دې اړه یوه «مشورتي غونډه هم جوړه کړې» وه او د دې غونډې ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې ده.
د راپورونو په اساس غونډه د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) وه چې د « ار ټې اې پروان» د راپور په اساس «مسئولینو، دیني عالمانو او ښاریانو» په کې برخه اخیستې وه.
د طالبانو والي امین زاده په دې غونډې کې وايي: «د ښار د نوم د بدلولو په اړه هم خلک دې نتیجې ته ورسېدل چې دا نوم بدل شي، ځکه چې چاریکار نه کوم علمي نوم دی، نه فرهنګي او نه تاریخي. او د امام ابوحنیفه د ښار په نوم یې بدلول د علم، فرهنګ او تاریخ له پلوه یو ډېر په ځای نوم دی.»
په دغې ویدیو کې لیدل کېږي چې یو شمېر خلک په غونډې کې ناست دي. په کابل کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د طالبانو والي عبیدالله امین زاده ادعا کوي چې «چاریکار کوم علمي او تاریخي» نوم نه دی، خو ځينې افغانان «چاریکار» یو تاریخي نوم او ښار بولي او د دغه ښار د نوم د بدلولو په اړه د طالبانو طرحه غندي.
لیکوال او شننونکي محمد کبیر حقمل په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «... چاریکار د افغانستان یو ښکلی ښار دی چې زموږ په فرهنګ-ادبیاتو کې مهم ځای لري او ویاړلی لرغونی تاریخ لري.»
امام اعظم ابو حنیفه، چې اصلي نوم یې نعمان بن ثابت دی، په اسلام کې یو پېژندل شوی فقیه دی چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې میلیونونه خلک یې په «مذهب» دي.
یو نقل دا دی چې د ابو حنیفه نیکونه د افغانستان له پروان څخه عراق ته تللي وو او دی هلته لوی شوی او ژوند یې کړی دی. طالبان هم د «ابو حنیفه د مذهب لارویان» دي او خپل ورځني تعاملات هم د هغه د «د فقهې لارښوونو په اساس» مخې ته وړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ بیا په افغانستان کې واکمن شول او له هغه وروسته یې د ځینو تعلیمي ادارو نومونه یې هم بدل کړي دي.