د لاس رسي وړ اتصالات

بلغاریا کې په یوه لارې کې د «۱۸ افغان کډوالو» مړي موندل شوي


BULGARIA-EU-MIGRATION
BULGARIA-EU-MIGRATION

بلغاریایي مقاماتو د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) وویل چې په یوه لارۍ کې یې د ۱۸ کډوالو مړي موندلي دي.

د بي ان آر ((BNR په نامه د بلغاریا د ملي راډیو د راپور له مخې، ګومان کیږي چې په لارۍ کې سپاره ټول نارینه افغانان وو. د فرانس پرس اژانس یو عکاس څو امبولانسونه لیدلي چې د پیښې له ځایه په وتلو وو.

د فرانس پرس اژانس د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دغه موټر په غیرقانوني ډول شاوخوا ۴۰ کډوال لېږدول چې تر لرګیو لاندې پټ وو او "د هغوی له جملې څخه ۱۸تنه یې مړه شوي دي."

دا په بلغاریا کې د انسان د قاچاق یوه له خونړیو پیښو څخه شمیرل کیږي. د بالکان دغه هیواد د خپلو پولو په اوږدو کې د ناقانونه تګ راتګ له زیاتوالي سره مخامخ دی.

وروسته له هغه چې ځایی خلکو پولیسو ته خبر ورکړ، پولیسو د بلغاریا د پلازمینې صوفیا د شمال ختیځ په ۲۰ کیلومترۍ کې د لوکورسکو کلي ته نږدې یوه لارۍ وموندله چې چلونکی یې تښتیدلی و.

د مهاجرو د وژل کیدو لامل نه دی په ډاګه شوی. خو د بلغاریا د روغتیا وزیر اسین میدجیدیف خبریالانو ته وویل: "زه په ډاډ سره نه شم ویلای چې څه پیښ شوي. د اکسیجن کمښت موجود و، د دوی بدنونه ساړه او لوند وو او یقینا دوی د څو ورځو لپاره څه نه و خوړلي."

هغه زياته کړه، په لارۍ کې ۱۴ کسان ژوندي موندل شوي چې د اتو کسانو روغتیایي حالت خراب و او روغتون ته وړل شوي دي.

میدجیدیف وویل، نور لس کسان په نږدې بوټو کې پټ وموندل شول او هغوی هم د معاینې لپاره روغتون ته یوړل شول.

بلغاریایي مقامات وایي چې د قاچاقبرانو د موندلو لټه یې پیل کړې چې دغه لارۍ یې چلوله.

د اروپايي اتحادیې غړی هیواد بلغاریا، چې اروپایي ټولنې ته د ننوتلو د دروازې په توګه کارول کیږي، د خپل امنیت د ټینګولو هڅه کوي چې د پولې څخه یې د مخ په ډیریدونکو کسانو د تیریدو مخه ونیسي.

دغه هیواد د خپل ۲۳۴ کیلومتره پولې کنترول ګړندی کړی چې اغزن تار پرې لګول شوی دی، او د پولې زیاته برخه یې له ترکیې سره ده.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت شمیرې ښیې چې سرحدي پولیسو په ۲۰۲۲ کې د سرحد څخه د تیریدو ۱۶۴زره "غیر منظمې" هڅې شنډې کړې؛ دا غیر قانوني هڅې په ۲۰۲۱ کې ۵۵زره وې.

په همدې خاطر اتریش او هالنډ د شینګین په نامه د اروپایي ټولنې ترمنځ د پولې په ازاد زون کې د بلغاریا د شاملیدو لپاره د صوفیا غوښتنه بنده کړې ده.

صوفیا له اروپايي اتحادیې څخه د دوه میلیارد یورو غوښتنه کړې ترڅو د پولې کنترول پیاوړی او څارنه بهتره کړي، خو بروکسل تر دې دمه ددغو پیسو له ورکولو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG