د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: مونږ هم سوله غواړو


طالبانو ویلي دي چې د یو شمیر هیوادونو سره په تماس کې دي.
طالبانو ویلي دي چې د یو شمیر هیوادونو سره په تماس کې دي.

د افغانستان د حکومت د استازو او د طالبانو د ډلې ترمنځ په نژدې راتلونکې کې د سولې د خبرو د پیل کیدو په هکله د رپوټونو په زیاتیدو سره، طالبانو ویلي دي چې هغوی د "امن او سولې" لپاره مبارزه کړې ده.

د طالبانو ډله چې ځان "د افغانستان اسلامي امارت" بولي په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر، تل په خپلو پیغامونو کې د "استقلال، د اشغال د پای، د ټولو افغانانو په مشارکت او د ملت په سوله" ټینگار کړی دی.

طالبانو مگر ویلي دي چې د سولې په خبرو کې د نژدې پیښیدونکو بدلونونو په هکله د رسنیو نوي رپوټونه د رسنیو خپلې انگیرنې او خبرې دي او تر هغه چې د طالبانو د رسمي منابعو له لورې تائید نشي، د باور وړ نه دي.

همداشان طالبانو ویلي دي چې افغانستان یې له تجزیې څخه ژغورلی دی. خو په دې اړه ددې ډلې په اعلامیه کې شرحه نه ده ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې دي چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله، وویل چې د طالبانو سره د سولې خبرې به "په نژدې ورځو کې" پیل شي.

ښاغلي عبدالله د مذاکراتو دقیقه نیټه او ځای روښانه نه کړ خو ټینگار یې وکړ چې د سولې خبرې به د افغانستان د ملي گټو پر اصل ترسره شي.

په دې ترڅ کې د افغاسنتان جمهوري ریاست ویلي دي چې رئیس جمهور محمد اشرف غني د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړوند د هیواد له مشرانو سره مشورې پیل کړي دي.

د افغانستان د حکومت دغه ویناوې وروسته له هغې مطرح کیږي چې د پاکستان د اردو لوی درستیز او د هغه هیواد د استخباراتو یا د آی اس آی رئیس تیره اونۍ کابل ته راغلي وو او د افغانستان د امنیت لپاره یې د خپل ملاتړ په هکله اطمینان ورکړ.

افغان مقاماتو دمخه پاکستان په ځانگړې توگه د دې هیواد غښتلی پوځ طالب مشرانو ته په پناه ورکولو او د طالبانو د ډلې څخه په مادي او اطلاعاتي ملاتړ تورن کاوه.

طالبان چې د څه دپاسه ١٣ کلونو راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد جنگیدلي دي د خپلې جگړې اصلي دلیل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون بیان کړی دی. په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د نړیوالو ځواکونو جنگي ماموریت په تیر میلادي کال کې پای ته ورسید او ټاکل شوې چې امریکا د ٢٠١٦ کال تر پایه خپل ټول پاتې پوځیان (پرته له یو زر سرتیرو څخه چې د هغه هیواد دیپلواتیک تاسیسات وساتي) له افغانستان څخه وباسي.

XS
SM
MD
LG