د لاس رسي وړ اتصالات

ناراضي طالبان د نوي مشر د ټاکلو په لټه کې دي


دا نه دي ویل شوي چې طالبان به دغه پریکړه په کوم ځای کې وکړي.

د کندز د ښار د نیولو څخه څو اونۍ وروسته چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راهیسې د دې ډلې ستره بریا گڼل کیږي، د رویترز د اژانس د رپوټ په بنسټ د ملا اختر محمد منصور مخالف قوماندانان غواړي یوه غونډه جوړه کړي چې یو بل شخص د طالبانو د نوي مشر په توگه وټاکي.

څیړونکي وایي د کندز ښار لنډمهاله نیونې د ملا اختر محمد منصور قدرت غښتلی کړی، د طالب جنگیالیو په منځ کې یې د هغه اعتبار پیاوړی کړی او د دې سب شوی چې د امریکا متحده ایالات او ناتو له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو پروسه ورو کړي.

خو د طالبانو د مشرتابه په اړه د اوسني ناڅرگند حالت له وجې څرگنده نه ده چې آیا د ملامنصور مخالف اړخ به د جگړې په میدان کې هم هغه له چلنج سره مخامخ کړي او دا چې څومره طالب جنگیالي ددې اړخ له ادارې لاندې دي او څومره پیسې او مالي امکانات لري.

د طالبانو د مشرتابه پر سر جنجال کولای شي د اسلامي دولت د ډلې پلوي سخت دریځو ته داسې شرایط رامنځ ته کړي چې په سیمه کې خپل شتون پراخ کړي. د څیړونکو په اند دا پروسه همداشان کولای شي ملامنصور د افغانستان د حکومت سره د پاکستان په ملاتړ د سولې خبرو ته بې میله کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خبرو له لارې د افغانستان د ١۴ کلنې یاغیگرۍ د پای ته رسیدو غوښتونکی دی. دغه پروسه په ٢٠١۴ کال کې له افغانستان څخه د لسگونو زرو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته چټکه شوی ده.

د افغانستان د سولې د خبرو دواړو اړخونو د جولای په میاشت کې په پاکستان کې مقدماتي خبرې درلودې، خو د ملا عبدالقیوم ذاکر په گډون چې د طالبانو د اوسني مشر د مهمو مخالفینو څخه دی د طالبانو اکثر قوماندانان د خبرو سره مخالف وو. دا پروسه د طالبانو د پخواني مشر ملا حمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته تر اوسه ځنډیدلې ده.

د رویترز اژانس د ملا منصور د مخالف اړخ د یو ویاند ملا عبدالمنان نیازي له خولې لیکي چې د طالبانو نوی مشر به په څو راتلونکو ورځو کې وټاکل شي. رویترز د ملا نیازي په مستقیم نقل قول لیکي چې "یوه اجندا موجوده ده، هغه دا چې نوی امیر د رائیو په اتفاق وټاکل شي او له ملا منصور څخه خلاص شو".

نیازي ویلي دي چې د طالبانو ناراضه قوماندانان به د طالبانو له خوا د کندز د ښار د نیولو سره سره ملا منصور ونه مني.

یو ستونزمن لامل د پاکستان سره د ملامنصور اړیکې دي. ملا منصور، د حقاني د سخت دریځې شبکې یو مشر سراج الدین حقاني، چې د پاکستان د پوځي کړیو سره نژدې اړیکه لري د خپل مرستیال په توگه ټاکلی دی. د منصور یو شمیر مخالفین وایي چې د حقاني ټاکل تر یوه حده د ملا ذاکر د نفوذ په وړاندې د انډول د رامنځ ته کیدو په خاطر دي.

ملا ذاکر چې یو څه موده په گوانتانامو کې بندي و، له ملامنصور دمخه د ملاعمر نژدې سلاکار و. هغه اوس د ملامنصور ضد ایتلاف یو له مهمو کسانو څخه دی. طالبان وایي ذاکر په هلمند کې غښتلی مرکز لري، خو د هغوی په وینا منصور زیاتې پیسې او جنگیالي لري.

د طالبانو یو قوماندان چې د ملامنصور مخالف دی د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې د ملا ذاکر پلوي اړخ زړور او تجربه کاره جنگیالي لري، خو هومره منابع چې منصور یې لري دوی یې نه لري. د طالبانو دې قوماندان د خپل نوم د نه افشا کیدو په شرط ویلي دي چې ملامنصور د څه دپاسه دوو کالو راهیسې د طالبانو ټولې منابع کنترولولې او د دې لپاره چې ویل یې هر څه د ملاعمر په فرمان دي، هیچا له هغه څخه پوښتنه نه وه کړې.

د طالبانو د مهمو قوماندانانو په منځ کې چې د ملامنصور مخالف دي، ملانیازي، ملاذاکر، ملاحسن روحاني، او محمد رسول او د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق شامل دي. دا ډله ادعا کوي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر سید طیب آغا هم د هغوی پلوي کوي.

XS
SM
MD
LG