د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین پر پایتخت هوايي بریدونه کړي


د کیف ښاروال ویتالي کلیتشکو ویلي چې د توغندیو ټوټې د ښار په مختلفو برخو کې لوېدلي او د استوګنې په ځینو ودانیو کې د اور لګیدو لامل شوی.
د کیف ښاروال ویتالي کلیتشکو ویلي چې د توغندیو ټوټې د ښار په مختلفو برخو کې لوېدلي او د استوګنې په ځینو ودانیو کې د اور لګیدو لامل شوی.

د روسیې هوايي بریدونو د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري ۲) د اوکراین پایتخت کیف په نښه کړ او د اوکراین هوايي ځواک وویل چې د روسیې ټول ۳۱ توغندي یې ویشتلي دي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په ټیلیګرام کې وویل چې د توغندیو ټوټې د ښار په مختلفو برخو کې لوېدلي او د استوګنې په ځینو ودانیو کې د اور لګیدو لامل شوي دي.

هغه وویل چې لږ تر لږه لس تنه ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "دا ډول ترهګري هره ورځ او شپه دوام لري."

زیلینسکي د اوکراین له ملاتړو هېوادونو په ځانګړې توګه اوکراین ته د هوايي دفاعي سیستم په برابرولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

زیلینسکي وویل: "روسي ترهګر داسې توغندي نه لري چې د پیټریوټ او د نړۍ د نورو پرمختللو سیستمونو څخه تیر شي. دا محافظت اوس په اوکراین کې اړین دی. له کیف څخه تر خرکیف، له سومي څخه تر خرسون او دونڅک څخه تر اوډیسا. دا په بشپړه توګه ممکنه ده که چیرې زموږ ملګري کافي سیاسي اراده وښيي."

پر کیف برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې زیلینسکي د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان کوربه و.

سلیوان په دې کتنه کې اوکراینیانو ته ډاډ ورکړ چې متحده ایالات د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او په کانګرس کې د ځنډ سره سره، میلیاردونه ډالر مرستې به دې هیواد ته ورسیږي.

سلیوان د یوې خبري غونډې په جریان کې وویل: "موږ به په کانګرس کې قوي دوه اړخیزه رایه ترلاسه کړو، موږ به دا پیسې تاسو ته لکه څنګه چې ښايي در ورسوو. نو زه فکر نه کوم چې موږ نن د بدیل پلان په اړه خبرې کوو."

سلیوان د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر له رئیس اندري یرماک سره وکتل. دوی د جګړې په ډګر کې د اوکراین د اړتیاوو او دوه راتلونکو سرمشریزو په اړه خبرې وکړې: د جولای په میاشت کې په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزه او په سویس کې د سولې سرمشریزه چې ښايي په پسرلي کې ترسره شي. یرمک وویل چې چین چې د روسیې متحد دی ګډون کولی شي، خو اوکراین به روسیې ته بلنه ورنکړي.

د ویرې فضا

بل خوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یو تازه راپور کې ویلي چې روسیې د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د وېرې فضا رامنځ ته کړې ده.

د قربانیانو او شاهدانو سره د ۲۳۰۰ څخه زیاتو مرکو پراساس، راپور وايي چې د مسکو ځواکونو د اوکراین هویت او کلتور ځپلی او پر خلکو یې د روسۍ ژبې کارول او روسیې حکومتولۍ ته غاړه ایښودل مسلط کړي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک وویل: "د روسیې د فدراتیف کړنو د ټولنو ټولنیز جوړښت مات کړی او خلک یې جلا کړي دي چې په ټوله کې د اوکراین ټولنې لپاره ژورې او اوږدمهاله پایلې لري."

په راپور کې ویل شوي: "اشغالګرو د اوکراین انټرنېټ او ګرځنده مخابراتي شبکې، تلویزیونونه او راډیوګانې بندې کړي... او خلکو ته د خپلواکو خبري سرچینو څخه په ازاده توګه د معلوماتو له رسېدو مخنیوی یې کړی دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG