د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: اقلیمي تغیراتو افغانستان ته دوه میلیارد ډالر زیان رسولی


په مصر کې د اقلیمي تغیراتو په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۷ ناستې تر سره کېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دې سره چې افغانستان په اقلیمي تغیراتو کې هیڅ منفي رول نلري، خو دغه هیواد له دې اړخه زیات زیان ګاللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دوشنبې په ورځ نومبر اوومه (لړم ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې روان کال د اقلیمي تغیراتو له امله افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد ډالر زیان رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې: "لکه څرنګه چې د اقليمي بدلون اغېزې سياسي سرحدونه نه پېژني، حل لارې يې هم بايد له سياسي ملحوظاتو مستقلې وي او د افغانستان په څېر هغه هيوادونه له پامه و نه غورځول شي چې د اقليم په بدلون کې يې هېڅ منفي ونډه نه ده لرلې، مګر له ناوړو اغېزو سره يې لاس او ګرېوان دي.‌"

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیال رامز الا کبروف وايي، د دغه هیواد خلک د اقلیم د ویجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي او د افغانستان اوسنۍ اداره دې دغه ګواښونه جدي ونیسي.

ښاغلي الاکروف په مصر کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ اقلمي بدلونونو کنفرانس کې ویلي چې افغانستان اوس مهال له پرله پسې طبیعي پېښو سره مخ دی چې په خبره یې افغانان یې لویه بیه پرې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د مرستیال په وینا دغه ګواښونو پر کرنیز معیشت د افغانانو له ډیرې اتکا، د افغانستان له ضعیف ایکوسیستم، جدي چاپیریالي تخریب، کمزوري ټولنیز- اقتصادي پرمختګ او د څلورو لسیزو جګړو زیږنده دي.

بدخشان کې زلزله

په همدې مهال د امریکا متحدده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې ویلي چې نن دوشنبه سهار نومبر اوومه (لړم ۱۶) د ریختر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې سیمې لړزولې دي.

د یادې ادارې په وینا د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې و. ویل کیږي چې په تاجیکستان کې هم د یادې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو حکومت ځايي مسؤلینو هم په یاد ولایت د نسبتاً قوي زلزلې د ټکانونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې تر دا مهاله د یادې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان په جنوب ختیځ خوست او پکتیکا ولایتونو کې د یوې سختې زلزلې له امله ۱۰۳۶ کسان مړه، ۲۹۴۹ تنه ټپيان او ۴۵۰۰ کورونه پکې تخریب شول.

XS
SM
MD
LG