د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د شوکاڼې پر صادراتو تعرفه لوړه کړېده


د افغانستان شوکاڼې
د افغانستان شوکاڼې

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، د شوکاڼي یا ټالک پر نیمه قیمتي ډبرې یې محصول له پنځه فیصدو څخه ۲۵ فیصدو ته لوړ کړی دی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وینا، نړیوال بازار کې د شوکاڼي بیې ته په کتو یې بهر ته د دغې نیمه قیمتي ‌ډبرې د صادراتو تعرفه لوړه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل امریکا غږ ته وویل په ټولو معدني محصولاتو تعرفه نده لوړه شوې، دا یوازې پر شوکاڼو ده:" هغه شوکاڼی چې په افغانستان کې پروسس کیږي او بیا صادریږي د هغه تعرفه د پنځه څخه ۱۰ فیصدو ته پورته شوې ده یعنی لس فیصده صادراتي تعرفه ترې اخلو او هغه شوکاڼي چې په غیر پروسس شوي شکل صادریږي پر هغو باندې بیا ۲۵ فیصده ګمرکي تعرفه اخلو".

د شوکاڼي له موادو څخه د ښځو د سینګار په تولیداتو کې کار اخیستل کیږي. افغانستان کې د شوکاڼي ډیر کانونه ددغه هیواد په سرحدي ولایتونو کې موقعیت لري چې د کانونو د کوچنیو قردادیانو له خوا د تیرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې ایستل کیږي او اکثره محصولات یې پاکستان او هند ته صادریږي.

په ورته وخت کې افغان سوداګر او پانګه وال وايي چې د شوکاڼي د محصول د لوړیدو وروسته په بازار کې د افغانستان ټالک ته تقاضا کمه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل د دې سربیره د څو اونیو راهیسې د طالبانو د حکومت سرحدي ساتونکو د ډنډې پټان سرحدي لار پاکستان سره تړلې چې له امله یې ددغه بندر له لارې بهر ته د ډبرو سکرو صادرات هم بند شوي دي.

ښاغلي الکوزي وویل: " ډیر وخت کیږي چې د ډنډې پټان لاره د سکرو د تجارت په مخ باندې د ډواړو طرفونو له خوا بنده شوې ده. دوه هفتې مخکې امنیتي ستونزه راغله د هغې ستونزې پر اساس دا لار بنده شوې ده. مونږ څو څو ځلې مراجعه وکړه چې دا لار مونږ لپاره اقتصادي اهمیت لري دا لار باید خلاصه شي اما تراوسه پورې نه ده خلاصه شوې."

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې دا بندر د سرحدي کمیسارۍ له خوا تړل شوې او د پرانیستلو هڅې روانې د

د پکتیا ولایت د ډنډې پټان په ولسوالۍ کې یو شمیر اوسیدونکي وايي، د دغه بندر د بندیدو وروسته ډیر زیات باروړونکي موټرونه په دغه ولسوالۍ کې د لارې پرانیستلو په انتظار ولاړې دي.

د دې سربیره د خوست ولایت د غلام خان په سرحدي لار هم په شمالي وزیرستان کې د سیمه ییزو اوسیدونکو د پرله پسې اعتراضیه غونډو او لاریونونو له امله د ډیرو ورځو راهیسې تړلې پاتې شوې ده.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې افغانستان څخه د ډبرو د سکرو اخیستل زیات کړي دي. د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې هره ورځ تر ۱۰ زرو ټنو پورې د ډبرو سکره له افغانستان څخه بهر ته صادریږي.

ددغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډنډې پټان په سیمه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندر د بیرته خلاصیدو لپاره هڅې پیل کړي دي

XS
SM
MD
LG