د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبانو د عمومي عفوې له اعلان وروسته د مخکني حکومت ۱۶۰ مقامات او امنیتي غړي وژلي


د کابل دشت برچي یو ښوونځی چې ګڼ شمېر زده کوونکي کې په دوو چاودنو کې ووژل شول، د وژل شوو زده کوونکو پر میزونو د ګلونو ګېدۍ ښودل شوي.
د کابل دشت برچي یو ښوونځی چې ګڼ شمېر زده کوونکي کې په دوو چاودنو کې ووژل شول، د وژل شوو زده کوونکو پر میزونو د ګلونو ګېدۍ ښودل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له نیمايي څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵ مې په دغه هیواد کې ۲۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹)، د "افغانستان بشري وضعیت" په اړه خپل کلني راپور کې ویلي چې له یادو کسانو څخه ۷۰۰ تنه وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په وسله وال تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت سره سره، ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله تر ډېره پر ښوونځیو، مذهبي ځایونو او قومي لږکیو باندې د داعش په بریدونو کې اوښتې ده.

د یوناما په کلني راپور کې د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ملکي وګړو خوندیتوب، له محاکمې پرته وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، خپل سرو نیونو او توقیف، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او د بنسټیزو ازادیو په وړاندې محدودیتونو ته هم اشاره شوې ده.

له عمومي عفوې څخه سرغړونه

یوناما وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر د تیر حکومت غړو ته د بخښنې اعلان کړی، خو وايي چې د بخښنې دغه فرمان سم نه دی عملي شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمايي څخه یې بیا د ۲۰۲۲ کال د جون تر پنځلسمې، په افغانستان کې د واکمنو چارواکو لخوا د پخواني حکومت ۱۶۰ امنیتي سرتیري او حکومتي چارواکي وژل شوي او ۱۷۳ نور نیول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، په دغه موده کې یوناما د حاکمو چارواکو لخوا د تېر حکومت د ملي اردو، پولیسو او حکومتي چارواکو د ځورونې او ناوړه چلند ۵۶ پیښې هم ثبت کړي دي.

د داعش او مقاومت جبهې د غړو وژل کېدل

یوناما وايي، د دوی د معلوماتو په اساس، طالبانو د داعش ـ خراسان څانګې سره د تړاو په تور ۵۹ تنه وژلي او ۲۲ تنه نور یې نیولي دي. یوناما ویلي چې د دې ترڅنګ یې د حاکمو چارواکو لخوا د "ملي مقاومت ځان معرفي کوونکې جبهې" له محاکمې پرته د ۱۸ غړو د وژل کېدو، د ۱۱۳ کسانو د نیولو او توقیف او ورسره د ناوړه چلند ۵۴ پېښې مستند کړي دي.

یوناما د دې ترڅنګ پخپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې یې د واکمنو چارواکو لخوا، د "ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي ډکو" مجازاتو ۲۱۷ پیښې او د زور زیاتې ۱۱۸ پيښې ثبت کړي دي.

طالبانو د یوناما دا راپور رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي: په افغانستان کې د بشري حقوقو په نامه د یوناما راپور حقیقت نه لري. په هېواد کې هیڅ ډول خپل سرې وژنو او نیونو ته اجازه نشته. که څوک پخپل سري ډول وژنې او یا نیونې وکړي پخپله مجرم ګڼل کیږي او له شرعي قانون سره به مخ کیږي. په دې مورد د یوناما راپور حقیقت نلري، بلکې پروپاګند دی.»

پر نجونو او ښځو محدودیتونه

په راپور کې ویل شوي چې د اګست له ۱۵مې راهیسې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره سره، د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو بشري حقونو څخه بې برخې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د واکمنو چارواکو لخوا په کار ځای او د ورځني ژوند په نورو اړخونو کې د ښځو او نجونو ګډون په تدریجي ډول محدود شوی او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست ځانګړي استازي مارکس پوتزل وویل: "زده کړه او په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو ګډون د هرې عصري ټولنې لپاره اساس دی. په کور د ښځو او نجونو کښېنول، افغانستان له هغو مهمو مرستو څخه محروموي چې د دوی لخوا تر سره کېږي. د ټولو لپاره زده کړه نه یوازې د بشر اساسي حق دی، بلکې دا د یوه ملت د رشد او پرمختګ کیلي ده."

یوناما همدارنګه پخپل راپور کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو اړوند خپلو لارښوونو سره د ښځو ازادي او حقوق محدود کړي دي.

په راپور کې ویل شوي: "ځینې وخت د واکمنې ادارې چارواکو له دغو لارښوونو د سرغړونې په پار د فزیکي مجازاتو د ترسره کولو په ګډون د هغو په پلي کولو کې سخت دریځ غوره کړی دی."

د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابولي ۱۷۳ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي اغېزمن کړي، چې په خبره یې ۱۶۳ پیښې واکمنو چارواکو ته منسوب شوي دي.

یوناما وایي په دغه موده کې شپږ افغان خبریالان وژل شوي، ۱۲۲ پخپل سر نیول شوي،له ۵۸ خبریالانو سره ناوړه چلند شوی او ۳۳ نور ګواښل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې پنځه افغان خبریالان د داعش ـ خراسان لخوا وژل شوي او یو تن د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت وروسته، په دغه هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما ددې راپور له خپرېدو وړاندې هم اندېښنې ښودل شوي وې،

XS
SM
MD
LG