د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه: طالبان باید پر رسنیو محدودیتونه لیري کړي


په افغانستان کې له رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف څخه د افغانستان پر ایستلو اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې پر رسنیو محدودیتونه باید لغو کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د بیان ازادۍ په اړه د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف اندېښنه پر ځای بللې او ویلي یې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د رسنیو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

کاناډا او هالنډ په ګډه د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف (MFC) د رئیسانو په توګه د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۸ مه (لړم ۲۷) اعلان وکړ چې په دغه ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغو شو.

ددې ايتلاف په خبرپاڼه کې راغلي: "د رسنيو د ازادۍ ايتلاف ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ وضعيت له بده مرغه نور د نړيوالې ټولنې د ژمنو سره مطابقت نلري. په حقيقت کې اوسنی حالت د جدي اندېښنې وړ دی."

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې زیاته کړې چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴۵ قضیې ثبت کړي دي چې په هغه کې نیول، فزیکي تاوتریخوالی، ګواښونه او دوو تنو خبریالانو د وژل کېدل شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د خبریالانو مرکز له اسلامي امارت څخه غواړي چې د رسنیو اړوند قوانینو او مقرراتو ( چې د جمهوري نظام لخوا تصویب شوي) د تطبیق په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او ازادو رسنیو ته په احترام، پر خبریالانو او رسنیو باندې وضعه شوي محدودیتونه لغو کړي."

دا په داسي حال کې ده چې د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په تېر یو کال کې په دغه هیواد کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله د لسګونو خصوصي رسنیو د بندېدو خبر ور کړ.

د افغانستان د ازادو خبریالانو مرکز د اګست ۲۳ (وږي لومړۍ) پخپل راپور کې ویلي و چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو څخه تقریباً نیمايي خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې هم د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف څخه د افغانستان پر نوم ایستلو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې نړیوال بنسټونه او د طالبانو حکومت باید د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره زیاتې هڅې وکړي.

د دغه ټولنې ویاند مسرور لطفي د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) امریکا غږ ته وویل: " بدبختانه د بیان او رسنیو د ازادۍ په برخه کې له نړیوال سازمانونو او بنسټونو څخه د افغانستان نوم لیري کول، د افغانستان د رسنیزو ټولنو لپاره ښه پیغام نه دی."

ښاغلي لطفي له طالب چارواکو څخه و غوښتل چې په افغانستان کې د رسنیو په وړاندې پرتې ستونزې د خبریالانو د ملاتړ له بنسټونو سره په تفاهم هواري کړي.

افغانستان د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې هغه وخت د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف غړی شو، چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت د رسنیو د ازادۍ په برخه کې نړیوالې ژمنې ته متعهد شو. د ائتلاف ګډو مشرانو ویلي، دغه اقدام یې د ټولو غړو په مشوره او د ائتلاف له غوښتنو سره سم کړی دی.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار او ویاند مفتی عبدالمتین (قانع) په دې اړه په غبرګون کې ویلي چې: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د بیان ازادۍ او د عامه رسنیو بشپړ ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ژمن دی.»

ښاغلي قانع د رسنیو د ملاتړ له نړیوال ایتلاف څخه د افغانستان د غړیتوب د ایستلو پریکړه د یو اړخیز عمل په توګه وغانده او وویل چې: «د دوی دغه کړنه له حقایقو سره په ټکر کې او د خواشینۍ وړ ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د بیان له ازادۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او د رسنیو د ملاتړ نړیوال ایتلاف دې په خپله وروستۍ پرېکړه له سره غور وکړي.»

XS
SM
MD
LG