د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د رسنیو د ازادۍ له نړیوال ایتلاف څخه حذف شو


کاناډا او هالنډ په ګډه د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف (MFC) د رئیسانو په توګه د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۸ مه (لړم ۲۷) اعلان وکړ چې په دغه ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغو شو.

ددې ايتلاف په خبرپاڼه کې راغلي: "د رسنيو د ازادۍ ايتلاف ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ وضعيت له بده مرغه نور د نړيوالې ټولنې د ژمنو سره مطابقت نلري. په حقيقت کې اوسنی حالت د جدي اندېښنې وړ دی."

افغانستان د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې هغه وخت د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف غړی شو، چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت د رسنیو د ازادۍ په برخه کې نړیوالې ژمنې ته متعهد شو. د ائتلاف ګډو مشرانو ویلي، دغه اقدام یې د ټولو غړو په مشوره او د ائتلاف له غوښتنو سره سم کړی دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: "د رسنيو د ازادۍ ايتلاف ټول غړي هېوادونه د نړيوالو ژمنو درناوي او رعايت ته ژمن دي او ددې کار د نه ترسره کولو په صورت کې د غړو له خوا مسول پیژندل کیږي. "

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د واک د تر لاسه کولو راوروسته طالبانو د رسنیو پر ازادۍ جدي محدودیتونه وضع کړي، چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او هوساینه یې له خطر سره مخامخ کړې ده. د خبریالانو د ځورونې، بریدونو او توقیف دوام او له رسنیو څخه د ښځو ګوښه کول د دې لامل شوي چې د رسنیو خپلواکي په چټکۍ سره زیانمنه شي او د خبریالانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

په بیان کې راغلي چې د رسنیو د ازادۍ ایتلاف به په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت له نږدې څاري او د رسنیو د ازادۍ په اړه د نړیوالې ژمنې په چوکاټ کې د خپلو غړو پر ژمنو ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د بې ساري زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو له ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان هم ویلي چې د دوی موندنې ښيي چې په تېر کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، ۵۴۷ رسنۍ موجودې وې، خو اوس مهال په هېواد کې یوازې ۳۲۸ رسنۍ فعالې دي.

د رسنيو د ازادۍ او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د دوام په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې تر دې مخکې د افغانستان د خبريالانو مرکز په يو راپور کې ويلي و، چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې د خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو سره د تاوتريخوالي ٢٤٥ پېښې شوي دي چې په کې نیول، وهل ټکول، تهدیدونه او ټپي کیدل شامل دي.

XS
SM
MD
LG