د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د Vice News خبریاله له افغانستان څخه وایستله


د'Vice News ' خبریاله ایزوبل یونګ
د'Vice News ' خبریاله ایزوبل یونګ

طالبانو یوې امریکایي-کاناډایي رسنیزې ډلې ته د جمعې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) امر کړی چې سمدستي له افغانستان څخه ووځي او دغه لویدیځه رسنۍ یې "د ښځو د حقونو په هکله د ناسمو" رپوټونو په خپرولو تورنه کړې ده.

د'Vice News ' خبریالې ایزوبل یونګ چې اصلي مقر یې د امریکا په نیویارک ښار کې دی، ویلي دي چې "طالبانو مونږ ته خبر راکړی چې هغوی مونږ ته د فلم اخیستلو اجازه نه راکوي. هغوی [طالبانو] مونږ ته امر کړی چې له خپل هوټل څخه ونه وځو او سمدستي له افغانستان څخه ووځو.هغو د ښځو د حقونو او امنیتي اندیښنو په اړه زمونږ په رپوټ کې مشکلاتو ته اشاره کړې ده. د [افغانستان] له ترک کولو څخه په ژوره توګه ناهیلې یم."

میرمن یونګ په خپله رسمي ټویټر پاڼه د ناسم رپوټ د پرابرولو په هکله د طالبانو تور ته په اشارې لیکلي چې "دا واقعیت نلري. همونږ تل خپل ناپیليتوب ساتلی او هیڅکله له مونږ ندي غوښتل شوي چې د خپل رپوټ په اړه شواهد وړاندې کړو. مونږ له کومې پوښتنې پرته وایستل شو."

د طالبانو یو مقام محمد جلال، د میرمن یونګ د ټویټ په غبرګون کې لیکلي چې "د Vice News رسنۍ ډلې ته د اجازې د ردولو دلیل د ناسم رپوټ خپرول او د جدي تورونو په اړه د شواهدو په وړاندې کولو کې ناکامي ده. ایستل یې [ددې رسنۍ] د بشري منابعو سره هیڅ اړیکه نلري. مونږ له خبریالانو غواړو چې خپله بې طرفي وساتي او نه تائید شویو رپوټونو له خپرولو څخه ډډه وکړي."

د Vices News ډیجیټلي او نشراتي رسنۍ په نیویارک کې میشت ده چې د نړۍ او په جګړو کې د ښکیلو هیوادونو خبري پوښښ کوي.

ددغه غربي رسنۍ د خبریالانو ایستل یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون وویل چې د طالبانو یوې پوځي محکمې په هرات ویلایت کې د رادیو نوروز خبریال خالد قادري په یو کال بند محکوم کړی دی.

دغه فدراسیون د پنشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوایي ۲۲) په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلی قادري د روان کال د مارچ په ض۱۷ د طالبانو د استخباراتو ادارې له لورې نیول شوی او تر اوسه ددې ډلې سره بندي دی.

ددغه نړیوال بنسټ د معلوماتو له مخې دغه خبریال "بهرنیو رسنیو ته د جاسوسۍ" په تور او په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو حکومت باندې د انتقاد په وجه نیول شوی او محاکمه دشوی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته نه یواځې په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستان نه وتلي بلکې په سلګونو رسنۍ د مالي مشکلاتو او د طالبانو د محدودیتونو په وجه تړل شوی دي.

طالبانو ویلي چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی کوي. ددې ډلې مشر ملا هبت الله آخند زاده، د اختر په پیغام کې وویل چې هغوی د بیان ازادۍ ته د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دي او د رسنیو او "سالم او مثبتو" نشرانو ملاتړ کوي.

خو د طالبانو ډلې تر اوسه د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو معیار چې ددې ډلې له لورې مثبت ګڼل کیږي مشخص کړی ندی.

XS
SM
MD
LG