د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو په وړاندې محدودیتونه د 'سولې او ثبات' په زیان دي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د وروستیو محدودیتونو په اړه د بندو دروازو تر شا ځانګړې غونډه کړې ده.

دغه غونډه چې په ملګرو ملتونو کې د ناروې د دایمي استازولۍ لخوا رابلل شوې وه ګډونوالو یې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو حکومت د وروستیو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

ناروې تر یادې غونډې وروسته په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوقو د دوامداره نقض په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د افغانستان د «سولې او ثبات» په زیان بللي دي.

ناروې یو ځل بیا ویلي چې طالبانو د افغانستان د اقتصادي ستونزو د هواري پر ځای د ښځو او نجونو د حقوقو نقض کولو ته مخه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو او نجونو زیات حقوق چې د دوی په ژوند کې زیات اهمیت لري له منځه تللي دي. لکه زده کړې، کار، روغتیايي اسانتیاو ته لاس رسئ او ازادانه تګ راتګ، د دې پایلې په عمومي ژوند کې د ښځو څنډې ته کول دي."

په بیان کې راغلي چې دغه محدودیتونه به له ناوړه اقتصادي او بشري بحران سره د مبارزې لپاره د افغانستان توانايي محدوده کړي: "کوم چې بیا د افراطیت او تاوتریخوالي لامل کېدایشي."

په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولۍ ویلي چې دوی به په دې اړه خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي او هم به د امنیت شورا له غړو هیوادونو سره پر افغان مېرمنو د محدودیتونو لیري کېدو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې همدارنګه ټینګار شوی چې پر افغان مېرمنو محدودیتونه باید د نړیوالې ټولنې لخوا په کلکه وغندل شي.

د ښځو حجاب جبري کېدو په اړه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تازه حکم پراخ غبرګونونه پارولي او د ځينو هیوادونو په ګډون دامریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار سازمان په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

تازه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو باندې ورستي محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي.

ښاغلي بلینکن د پنجشنبې په ورځ ناوخته مۍ ۱۲ (غوايي۲۲) په خپل ټویټر کې په نجونو او ښځو باندې د طالبانو وروستي محدودیتونه د تاسف وړ بللي دي‌ او لیکلي دي چې د خپل جي-۷ [لویو اقتصاد لرونکو] هېوادونو د همکارانو سره یو ځای دا شدید محدودیتونه غندي.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض» دي او په هره جامه چې «بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، چادري یې د شرعي حجاب بهترین» ډول بللی دی.

د طالبانو په دغو نویو لارښوونو کې تاکید شوی دی که ښځې یې عملي نکړي، د کورنیو نارینوو مسئولینو ته به یې سزا ورکړل شي او که دندې لري، دندې به یې وځنډول شي.

XS
SM
MD
LG