د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په تخار کې د سرحدي پولیسو یو مرکز نیولی


د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي،طالبانو د دغه ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو یوه ټولۍ نیولې ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سرحدي پولیسو پر یادې ټولۍ باندې حمله وکړه چې تر څو ساعته نښتو وروسته یې ونیوله.

د تخار د ولایتي شورا غړي افضل اعظمي د سې شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه حمله د څرخي پله له زندان څخه د طالبانو یوه خوشي شوي قوماندان کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوی د معلوماتو له‌مخې په دغه ټولۍ کې ۳۵ سرحدي پولیس موجود و چې تر حملې وروسته یې برخلیک معلوم نه دی.

نوموړي زیاته کړه:"په کابل کې د څرخي پله له زندان څخه د قاري اسلام په نوم د طالبانو د قوماندان تر خوشي کېدو وروسته، له خپلو دوو خوریانو سره چې په دغه ټولۍ کې دنده لرل معامله کړې ده، چې دغه ټولۍ له ټولو تجهیزاتو سره نیسي، تر دا مهاله د سربازانو برخلیک معلوم نه دی."

که څه هم تر دا مهاله په دغه پېښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نشته، خو ویل کېږي چې تر پېښې وروسته پنځه سرحدي پولیس طالبانو نیولي، خو د دغه ولایت چارواکي دا ردوي.

پر همدې مهال د تخار د والي ویاند جواد هجري د یادې ټولۍ د سقوط د خبر په تائید سره وايي، چې په دغه ټولۍ کې ۳۵ تنو سرحدي پولیسو شتون درلود چې ۳۳ تنه یې یو بل ځای ته تللي او دوه نور په یوه خوندي ځای کې پټ دي.

نوموړي زیاته کړه:"تېره شپه د افغان سرتېرو او مخالفینو ترمنځ د چاه آب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې نښته رامنځته شوې، چې بدبختانه زموږ یوې امنیتي پوستې شاته تګ کړی دی، د فعلاً لپاره وضعیت د افغان سرتېرو په کنټرول کې دی."

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او دامهال د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

چاه اب ولسوالي د تخار مرکز تالقان په اتیا کیلومترۍ کې د افغانستان او تاجکستان سره پرپوله پرته ده.

طالبانو هم په یوې اعلامیې په چاه آب ولسوالۍ د پولیسو د یادې ټولۍ د نیولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG