د لاس رسي وړ اتصالات

پر معروف ولسوالۍ د طالبانو برید کې د ټاکنو کمېسیون ۸ کار کوونکي وژل شوي


د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو د تېرې شپې برید کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ۸ سیمه ییز کارکوونکي وژل شوي دي.

د کندهار د چارواکو په وینا، طالبانو تېره شپه د دغه ولسوالۍ پر مرکز لومړی د چاودېدونکو موادو له ډکو هاموي ټانکونو په وسیله چاودنې او ډله ییز برید ورکړ.

د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان نن یکشنبه د «چنګاښ پر۹مه» امریکا غږ ته وويل چې په دې پېښه کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي، د ولسوالۍ مرکز د افغان قواوو په لاس کې دی.

ده وويل:"د معروف ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ تېره شپه دښمن حمله کړې د څلورو حاموي وسایطو په وسیله يې چاودنې کړي زموږ څه عسکر شهیدان او ټپیان شوي خو د ولسوالۍ مرکز سقوط نه دی کړی هغه پرسونل مو هلته اوس هم موجودی دی او د هوا له لارې تازده سرتیري سیمې ته رسیدلي او ژر به پراخ عملیات په سیمه کې وشي."

د کندهار امنیه قوماندان په دغه نښته کې طالبانو افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه.

خو د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رئیس ډاکټر محمد هاشم دراني بیا امریکا غږ ته وويل چې د ټاکنو د کمېسیون دغو وژل شوو کار کونکو له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې په معروف ولسوالۍ کې خپله دنده پيل کړې وه.

ده زیاته کړه چې دغه کسان د شپې له پلوه د ولسوالۍ په مرکز کې اوسیدل چې د تيري شپې د برید پر مهال وژل شوي.

ده وويل:"په پېښه کې د ولسوالۍ د نوم لیکنې د بهیر د امر انجنیر ګل احمد په ګډون ۸ تنه زموږ کار کونکې وژل شوي."

بلي خواته د وژل شویو کسانو کورنیو هم تائید کړه چې د کورنۍ غړي يې په معروف ولسوالۍ کې وژل شوي او دوی يې جنازو ته منتظر دي.

وسله والو طالبانو بیا د معروف ولسوالۍ د پېښې په اړه ادعا کړې چې ګڼو افغان سرتیرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او د ولسوالۍ مرکز يې هم تر خپلي ولکې لاندې را وستی.

معروف ولسوالي د کندهار په جنوب ختیځ ۱۸۰ کيلو میترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالي ده چې زیات وخت ورڅخه د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

د معروف ولسوالۍ مرکز تېر کال له مخکني موقعیت څخه شل کېلو متره لرې یوې بلې سیمې ته انتقال شو چې د چارواکو په وینا د ولسوالۍ لپاره مرکزي سیمه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG