د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: پر معروف ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی


د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر معروف ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن قسیم ازاد نن شنبه د «چنګاښ پر۱۵مه» امریکا غږ ته وويل چې وسله والو نن سهار وختي د یادې ولسوالۍ پر امنیتي کمربند ډله ییز بریدونه پيل کړه چې د سهار تر شپږو بجو پوري يې دوام در لود.

نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته د قاطع ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک په رسیدو سره په هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او برید هم پر شا تمبول شوی دی.

ده وويل:"نن سهار وختي ۳ بجې وسله والو لوی بریدونه وکړه چې زموږ د قواوو له لوري د معروف ولسوالۍ ټول امنیتي مرکزونه ساتل شوي، خو د قاطع ماموریت په هوايي بریدونو کې د هغوی ۲۵ تنه وژل شوي او د وسله والو دا لوی برید پر شا تمبول شوی."

نوموړي که څه هم په دغه نښته کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو د کندهار یوه لوړي پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا امریکا غږ ته وويل، چې د وسله والو د تیري شپې په ډله ییزه حمله کې ۱۳ امنیتي سرتیري وژل شوي او تر ۲۸ زیات نور ټپیان شوي.

سرچینه زیاته وي چې سیمي ته تازه دمه سرتیري هم رسیدلي او ځيني ټپیان د ملي پوځ د هلیکوپټرو په وسیله د کندهار نظامي روغتون ته انتقال شوي دي.

دا په تېره یوه اونۍ کې د معروف ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو دوهم لوی برید دی چې د یادي ولسوالۍ د سقوط په موخه تر سره کیږي.

د معروف ولسوالۍ د تیري اونۍ په برید کې هم د چارواکو په وینا ۱۱ پوليس او ۸ تنه هم د ټاکنو د کميسیون کارکونکې وژل شوي وو.

خپله وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ د نن سهار د برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG