د لاس رسي وړ اتصالات

تادین خان: پر ښورابک برید کې لسګونه پاکستاني طالبان وژل شوي


د کندهار امنیه قوماندان تادین خان
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان

د کندهار امنیتي مقامات وايي، تیره شپه لس ګونو وسله والو د ښورابک ولسوالۍ د مرکز د سقوط لپاره د سرحدي قواوو پر مرکز برید کړی، چې په ځوابي برید کې ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان وايي، چې وسله وال د ډيورنډ فرضي کرښې له پاکستاني لوري څخه د جګړې په هدف د ښورابک ولسوالۍ مرکزي سیمو ته را اوښتي وو.

پاسوال تادین خان نن سې شنبه د «مرغومې پر ۱۰مه» امریکا غږ اشنا ته وويل، چې د ولسوالۍ د بادي غونډۍ او سرحدي کنډک پر مرکز وسله والو پر یوه وخت ډله ییز بریدونه پيل کړه چې د سهار تر ناوخته پوري نښتې دوام در لود.

دی زیاته وي چې په سیمه کې مېشتو افغان قواوو له خپلو مرکزونو څخه دفاع کړې او په ځوابي بریدونو کې چې وروسته هوايي ځواک هم د جګړې په سیمه کې وسله وال په نښه کړې د بهرنیو اتباعو په ګډون ټولټال ۲۷ وسله وال وژل شوي.

قومندان تادین خان وويل، چې د وژل شویو وسله والو جسدونه په سیمه کې دي چې د ډیورنډ کرښې له پاکستاني لوري څخه د جګړې لپاره سیمي ته راغلي وو.

نوموړي وويل:"په وژل شویو وسله والو کې د کشمېر او د پاکستان د پنجاب سیمو اوسیدونکي شامل دي، زموږ قواوو ته مو لارښونه کړې چې د وژل شویو پاکستاني اتباعو جسدونه د قبایلي مشرانو په وسیله د ډیورنډ کرښې هغې خواته د لېږد لپاره وسپاري."

د کندهار امنيتي مقامات وايي، چې هوايي بریدونه د افغان نظامیانو په غوښتنه د قاطع ماموریت له لوري پر وسله والو شوي دي.

ښورابک ولسوالي د کندهار په جنوب ۱۸۰ کیلو میترۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده.

د ښورابک په ګډون ریګستان، معروف او ارغستان ولسوالۍ د کندهار په جنوب کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرتې دي چې له امنیتي پلوه پر یادي هري ولسوالۍ له تیرو څو میاشتو راهیسې وسله والو خپل بریدونه زیات کړي.

خپله وسله والو طالبانو د ښورابک ولسوالۍ نښتو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG