د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان پر مرکز د طالبانو برید کې د پولیسو او طالبانو مرګ ژوبله


امنیه قوماندان وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ترینکوټ ښار لپاره خپل تدابیر لري او د هر ډول ګواښ مخنیوی به وکړي
امنیه قوماندان وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ترینکوټ ښار لپاره خپل تدابیر لري او د هر ډول ګواښ مخنیوی به وکړي

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایي، پر ترینکوټ ښار يې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی، خو د پوليسو یو لوړ پوړي منصبدار د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

چارواکي وایي، تېره شپه ۹ بجې د ترینکوټ ښار پر امنیتي کمر بند وسله والو ډله ییز برید کړی چې تر سهار پوري يې دوام در لود.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن یکشنبه جون ۲۸ (چنګاښ۸) امریکا غږ ته وویل چې د افغان امنیتي قواو له لوري د وسله والو حمله پر شا تمبول شوې او په وینا یې په جګړه کې دواړو خواو ته تلفات اوښتې دي.

ښاغلي عبادي وويل: "تیره شپه د ښار په ختیځ او لوېدیځ کې د افغان قواو پر مرکزونو وسله والو بریدونه وکړه چې له ماتي سره مخ شول پدې کې ۲ تنه وسله وال برید کوونکي طالبان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان دي دغه راز د شهرا د کنډک رئیس ارکان سمونمل ابراهیم جان وژل شوی او ۷ پوليس نور ټپیان شوي."

خو د ارزګان یوه لوړي پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار په لوېدیځ کې د صوفیانو او په ختیځه برخه کې د نچین پر کمربندي پوستو بریدونه د دې لپاره کړي چي ترینکوټ ښار ته د ننوتلو لار ځان ته پرانیزي.

له تیرو ۲ اونیو راهیسې پر ترینکوټ ښار د وسله والو طالبانو د بریدونو اوازې زیاتي شوي او د سیمي لس ګونو کورنیو هم د جګړو له وېري له خپلو سیمو څخه کډوال شوي.

د ترینکوټ ښار د تالاني، زاو، چنارک، ګوګرک او ځينو نورو سیمو اوسیدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې د پيل په موخه د خپلو سیمو د پرېښودلو خبرداری ور کړی.

په ورته وخت کې د ارزګان د مدني ټولنې غړي وايي چې د دې ولایت د مرکز امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او که حکومت د ترینکوټ ښار امنیتي حالت ته پام زیات نه کړي ممکن دا ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

خو د ارزګان امنیه قومندان سمونوال شفیق الله سهار وايي: "پدې وروستیو کې کومي خبرې چې تاسي اوری دا د وسله والو تبلغاتي جګړه ده امنیتي ځواکونه پوره چمتوالی لري او د هر ډول ګواښ جواب ته چمتو دي."

څلور کاله وړاندې هم د ارزګان مرکز ترینکوټ د سقوط له ګواښ سره مخ شوی چې وروسته د بهرنیو ځانګړو ځواکونو یوه ډله هم د ترینکوټ په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوه.

خو یاد بهرني ځواکونه پنځه میاشتې وړاندې له ترینکوټ ښار څخه وتلي دي.

خپله وسله والو طالبانو د ارزګان د تیرې شپې د جګړې په اړه هم کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG