د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هغه بریدګر چې د پاکستان پر سفارت یې ډزې کړې وې ونیول شو


کابل کې د پاکستان سفارت
کابل کې د پاکستان سفارت

د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان پر سفارت د تیرې جمعې ورځې د بریدګر د نیولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لېندۍ ۱۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نیول شوی کس د بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.

د تیرې جمعې په ورځ ډسمبر دوهمه (لېندۍ ۱۱) د کابل ښار په (کارته پروان) سیمه کې له یوې ودانۍ څخه د پاکستان پر سفارت ډزو کې د دغه سفارت یو امنیتي ساتونکی ټپي شو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد بریدګر د نیولو په اړه زیاته کړې: "په کابل کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري هغه کس ونیول شو چې د تيرې جمعې په ورځ یې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې. دا کس د یو بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی."

هغه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې نیول شوی کس د کوم هیواد تبعه دی او چیري نیول شوی دی خو زیاته کړې ده چې د دوی د څېړنو له مخې د پاکستان پر سفارت برید د داعش او (بغاوتګرو) لخوا په ګډه تنظیم شوی و.

د طالبانو حکومت ویاند ویلي چې د دغه برید تر شا بهرنۍ کړۍ لاس لري چې په خبره یې هدف یې د (افغانستان او پاکستان) ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کول و. د هغه په وینا د دغه برید په اړه نورې څیړنې هم روانې دي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان په سفات برید دوی کړی.

د سایټ په نامه ویب پاڼه چې د جهادي ډلو فعالیت څاري، شنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) د داعش-خراسان څانګې اعلامیه خپره کړې چې پکې دې ډلې ادعا کړې په کابل کې په "مرتد پاکستاني سفیر او محافظینو " یې برید دوی کړی.

تیره ورځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وویل چې په کابل کې د یاد هیواد پر سفارت د برید مسؤلیت داعش اخیستی او ویې ویل چې پاکستان د یاد راپور د کره والي لپاره د طالبانو له حکومت سره په مشوره څېړنې کوي.

نوموړي تروریزم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ بللی و او په وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی و.

د تیرې جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید څو ساعته وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره د امیر خان متقي د ټلیفوني خبرو خبر ورکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې ښاغلي متقي زرداري ته په کابل کې د پاکستان د سفارت د امنیت د ټینګېدو او د دغه پيښې په اړه د څېړنو ډاډ ورکړی و.

خو کار پوهان په دې نظر دي چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید سنجول شوی او هدف د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابول و.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم امریکا غږ ته وویل چې دا برید به د طالبانو حکومت او پاکستان لپاره پایلې ولري.

هغه وویل: "که چیري دواړه لوري د خپل دریځ په اړه لږ سخت ګیري وکړي، کېدایشي چې هغه ګرم روابط چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ دي زیات ساړه شي او یا دا چې په بشپړه توګه له منځه لاړ شي چې په راتلوونکي کې د طالبانو او پاکستان اړیکې مشخصې کوي."

د نوموړي په خبره پاکستان به تر دغه برید وروسته د طالبانو په اړه خپل ستراتيژي او د پاکستاني طالبانو په اړه خپل چلند کې بدلون راولي.

یو بل پخوانی افغان دپلومات سید نورالله راغي ادعا کوي چې پاکستان پخپل بهرني سیاست کې تل له سخت دریځو ډلو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی او دا ډاډ شته چې دغه ډلې به تل د دغه هیواد په کنټرول کې وي.

خو ښاغلي راغي زیاته کړه چې وروستۍ حمله پاکستان ته روښانه پیغام دی چې تل به وسله والې ډلې د پاکستان تر کنټرول لاندې نه وي او کېدایشي ددغه هیواد لپاره په سر خوږي واوړي.

دغه پخواني دپلومات وویل: "دا ډول بریدونه به د طالبانو او پاکستان اړیکو ته جدي زیان ونه رسوي،خو پاکستان پخپل ټول سیاست سره په افغانستان کې په هیڅ وجه داسې مقتدر طالبان چې پر ټول افغانستان بشپړه کنټرول ولري.... هغوی په هیڅ ډول نه مني."

په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید د امریکا متحده ایالاتو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا غندل شوی او د ډپلوماتیکو استازو د کار کوونکو د امنیت پر ټنیګښت یې ټینګار کړی دی.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی و.

XS
SM
MD
LG