د لاس رسي وړ اتصالات

د اروزګان د دهراود ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالي د دوهم ځل لپاره سقوط شوې او دولتي سرتیري له جګړې پرته ورڅخه پر شا شوي.

یاده ولسوالي درې ورځې وړاندي افغان ځانګړو ځواکونو تر پوځي عملیاتو وروسته تر دولتي حاکمیت لاندي را وستې وه.

د اروزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل په دهراود ولسوالۍ کې جګړه تائیده وي، خو وايي چي بشپړه جزئیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

خو د اروزګان یوه امنیتي مقام نن شنبه ډسمبر۱۲(لېندۍ۲۲) د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې افغان ګډ ځواکونه د وسله والو تر لویو بریدونو وروسته تیره شپه د ولسوالۍ له دولتي ودانیو او بازار څخه پر شا شوي او څلور کیلو میتره لېري يې امنیتي کمربند رامنځ ته کړی.

سرچینې زیاته کړه:"د ولسوالۍ په ودانۍ او ټولو دولتي تاسیساتو کې وسله وال طالبان دي او د ولسوالۍ بازار يې هم بیرته نیولی تیره شپه ګډ افغان ځواکونه د ولسوالۍ له مرکز څخه ځکه پر شا شوه چې په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پيل کړي وو او حکومتي قواوو هم د تلفاتو د مخ نیوي په موخه له جګړې پرته پر شا شوي."

دهراود ولسوالي د لومړي ځل لپاره یوه میاشت مخکې تر پرلپسې جګړو وروسته سقوط شوه خو یوه اونۍ مخکې افغان ځانګړو ځوکونو بیرته تر خپلې ولکې لاندې را وستې وه.

دهراود ولسوالي د ولایتي مرکز ترینکوټ په ۷۰ کیلو میترۍ کې د هلمند له شمالي ولسوالیو کجکي، موسی قلعه او نوزاد سره په سرحد کې پرته ده.

د هلمند یادي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د حضور تر ټولو مهمي سیمي بلل کیږي.

په کندهار ولایت کې جګړه

بلي خواته د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژړۍ او میوند ولسوالیو کې هم جګړې توندي شوي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی امریکا غږ اشنا ته وويل چې له تیري ورځې راهیسې په یادو ولسوالیو کې ۹۰ تنه وسله وال طالبان د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترځ کې وژل شوي.

خپله وسله والو طالبانو د اروزګان د دهراود ولسوالۍ او کندهار د امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG